تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2023-03-14T23:00:00Z

اسم

AKHTAR YUSUFI

محل سکونت

USA

تبصره

​ګرانو ا معززو وطنوالو!

راځی چی د افغانستان د مسلی په هکله په اوسنی شرایط کښی خپل ځان خوشبینی او بدبینی دواړه و یوی خواته پریږدو، د افغانستان د مسلی حل د لاری د پاره رښتنی او عملی قضاوت وکړو. که چیری د افغانستان و اوسنی واقعی تصویر ته د عینی او ذهنی شرايطو سره سم په دقت باندی وکتل شی، ځلور څلویشت کاله کیږی چی افغانستان د بهرنیان او د بهرنیانو د کورنی لاسپوڅو او مستخدمین لخوا رهبری کیږی. افغانستان یواځی د یوی ویجاړی جغرافیی نوم سته، چی د پردیو د جګړو له کبله د بهرنیانو د مستخدمین لخوا د بیګناه او بی وسه اولس وینی پکښی بهیږی. افغانستان بیله د یوی جغرافی د نوم څخه  خپلواک واک هیواد نه بلل کیږی. طالبانو هم لکه د تیرو مزدورانو په شان مزدوران دی. افغانستان ملی خودارادت واک، د یو مستقل هیواد په توګه اصلأ وجود نلری. خلک نه بوهیږی چی ولی د طالبانو مشرتابه د پردیو په واک کښی د افغانستان رسمیت پیژندل غواړی. طالبان خو تر نورو فاسدو ډلو  لاهم مفسدان دی. د طالبانو ډله هم د لکه د څلورنیم لسیزو د ډلو  واک په شان په شان پر اولس باندی ظلمونه کوی، په ډیر حالاتو کښی طالبان تر نورو کورنی مزدورو ډلو څخه لاهم مطلق وحشی ظالمان، د هیواد د ښمنانو لاسپوڅی دی. د ملی واکدارانو یواځی نوم د ببرک کارمل، صبغت الله مجددی، برهان الدین، ملاعمر، حامد کرزی، اشرف غنی، کرنیل هیبت الله ترمنځ توپیر هیڅ ډول توپیر نسته، د دا واکدارانو د هیواد د ملی ګټو پر ضد په ښکاره ډول عمل کوی. طالبانو وحشی مشران د کوم دلایل پراساس د نړیوالو څخه د افغانستان د دپاره رسمیت پیژندل غواړی؟ افغانستان د یو واقعی خپلواک هیواد په توګه ً هیچ وجود نلری، بلکه افغانستان جغرافی په نوم یو ویجاړ  سیمه ده، کوم چی د کورنی او بهرنی دشمنان په ولګه کښی پروت دی. افغانستان اولس د خپل ځان د خلاصون امکانات دپاره کومه لاره نلری.  په بل بهر کښی د افغانانو یواځی خیالی لافی او باټی د وطن په نامه ویل د حل لاره نشی موندلای.  بهر کښی د افغانانو  خیالی لافی او تش تبلیغات وطن ډیر ضرر رسولی دی. افغان اولس د هیواد په دننه د خپل ځان واک نلری، په افغانستان کښی د هیواد واک او اختیار  د طالبانو، پاکستان او بهرنیانو پلاس کښی دی. نه طالبان او نه د طالبانو د موجود مخالف ډلی هم د ولس د تائید وړ د نجات دپاره لاره نلری. اولس د خپل هیواد د دفاع توان نلری. په افغانستان کښی سوله او ملی واک د پاره  د عمل په ډګر کښی زمینه وجود نلری. 


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.PNG
ساخته شده در 15.03.2023 15:06 توسط  
آخرین اصلاح در 16.03.2023 13:15 توسط 1073741823