تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2023-03-15T23:00:00Z

اسم

AKHTAR YUSUFI

محل سکونت

USA

تبصره

ګرانو ا معززو وطنوالو !

راځی چی په اوسنی شرایط کښی د افغانستان د مسلی د حل په هکله د خپل ځان خوشبینی او بدبینی دواړه تمایلات و یوی خواته پریږدو. كه چیری د افغانستان د مسلی د حل د پاره رښتنی او عملی قضاوت وکړو، د لاندنی وضعیت په کتلو سره د حل ممکنه لاره وجود نلری. که چیری د افغانستان و اوسنی واقعی حل د لاری و تصویر ته د عینی او ذهنی  شرايطو سره سم په دقت باندی وکتل شی، ځلور څلویشت کاله کیږی چی افغانستان د بهرنیان او د بهرنیانو د کورنی ډول ډول لاسپوڅو او مستخدمین ډلو لخوا وران شویدی.
اوسنی افغانستان یواځی د یوی ویجاړی جغرافیایی نوم دی، چی د پردیو د جګړو له کبله د بهرنیانو د مستخدمین لخوا د بیګناه او بی وسه اولس وینی پکښی بهیږی.  افغانستان د اوسنی افغانستان خپلواک واک هیواد نه بلل کیږی، طالبانو هم لکه د تیرو لوټمارو مزدورانو په شان د اسلام په نامه وحشی مزدوران دی. افغانستان ملی خودارادت واک، د یو مستقل هیواد په توګه اصلأ وجود نلری. 

 ولی د طالبانو مشرتابه د پردیو په واک کښی د نړیوالو څخه د افغانستان رسمیت پیژندل غواړی ؟.

طالبان خو تر نورو فاسدو ډلو لاهم وحشی مفسدان دی. د طالبانو ډله لکه د څلورنیم لسیزو د ډلو په شان پر اولس باندی ظلمونه کوی، په ډیر حالاتو کښی طالبان تر نورو کورنی مزدورو ډلو څخه لاهم مطلق وحشی ظالمان او د هیواد د ښمنانو لاسپوڅی دی. ملی واکدارانو ترمنځ د ببرک کارمل، صبغت الله مجددی، برهان الدین ربانی، ملاعمر مجاهد، حامد کرزی، اشرف غنی، کرنیل هیبت الله ترمنځ هیڅ ډول توپیر نسته، دا واکداران د هیواد د ملی ګټو پر ضد په ښکاره ډول عمل کړی او اوس هم پلویان یی عمل کوی.  
افغانستان د یو خپلواک هیواد په توګه هیچ وجود نلری، بلکه افغانستان د یوی ویجاړ جغرافی نوم سیمه ده، کوم چی د کورنی او بهرنی دشمنان په ولګه کښی پروت دی. افغانستان اولس د خپل ځان دپاره د خلاصون کومه لاره نلری. هغه افغانان چی په بهر کښی یواځی خیالی لافی او باټی وهی، هیواد ته د بهر څخه د نجات لاره نشی پیداکولای.    په افغانستان کښی د هیواد واک او اختیار د طالبانو، پاکستان او د نورو بهرنیانو پلاس کښی دی. طالبان او د طالبانو د موجود مخالف ډلی د ولس د تائید وړ ندی.

په اوسنی شرایطو کښز اولس د خپل ځان او د هیواد د دفاع توان نلری. په افغانستان کښی سوله او ملی واک د پاره  د عمل په ډګر کښی ممکنه زمینه وجود نلری.  


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.PNG
ساخته شده در 16.03.2023 16:26 توسط  
آخرین اصلاح در 17.03.2023 15:50 توسط 1073741823