تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2022-06-16T22:00:00Z

اسم

اختر یوسفی

محل سکونت

USA

تبصره

د طالبانو د اسلامی امارت تر واکمنی لاندی افغانستان ؟

"د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي په افغانستان کې تر ټولو غوره لار سیاسي ښکېلتیا ده. هغې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه په خپله وروستۍ وینا کې له افغان مېرمنو او نجونو د کار او زدکړې حق تروړلو ته په اشارې سره ویلي، زړه یې په دې ډېر درد کوي چې خپلې افغان خویندې په اوسني بدحالت کې پرېږدي." 

د طالبانو واکمنان تر یو میلیون څخه لازیات نجونی مکتب نه پریږدی، په لکونو میرمنی کار ته نه پریږدی. د پخوانی دولت تر نیم میلیون څخه زیات کارکوونکی له کاره ایستل شویدی، متقاعدینوته تنخواه نه ورکول کیږی،    

ډیرو محترمو لوستونکی، هیله کوم دا لاندنی ویډیو لینک خلاص کړی، د طالبانو د واکمنی ناورین وګوری.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=532417158350399&id=100022526106369

د طالبانو د اسلامی امارت  تر واکمنی لاندی، د ګران هیواد افغانستان په دننه کښی د هیوادوالو، ټول تابعیتی او بشری حقوق ترپښو لاندی دی. په لسو میاشتو کښی د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتی څخه راپدی خوا د طالبانو د راتګ سره سم د افغانستان څخه  تر یونیم میلیون څخه زیات هیوادوال، هیواد پریښودلو ته اړشویدی. دافغانستان د څو لسیزو د پردیو او د دوی د مزدورانو د جګړو له کبله نږدی تر لس میلیون ډیر افغانان د هیواد څخه بهر ژوند کوی. مګر د طالبانو اوسنی واکمنان وایی چی له تېرو دوو اونیو راهیسې دجمهوري نظام يو شمېر چارواکي لکه: فاروق وردګ، صديق چکري او امان الله غالب، حسنمبارک، حکیم نورزی د طالبانو په بلنه هېواد ته را ستانه شوي دي، چی کره شمیر یی سلو تنو ته هم نه رسیږی. كه چیږی هیواد ته د راستنیدونکو نومان ته وګوری، هیڅ یو وطنپال افغان چی غل نه ؤ، او یا لاسونو یی د بیګناه هیوادوالو په وینو ککړ نه وی را ستانه شوی ندی، یواځی د پخوانیو فاسد دولت یو څو تنه مفسدین او غله لوړپوری چارواکی راغلی دی چی د غلاؤ مالونه، جایدادونه یی په هیواد کښی بند پاته دی، یا بهرنی استخباراتو د جاسوسی لپاره ورلیږلی دی. د طالبانو د بهرنیو د چارو سرپرست وزیر ملا امیرخان متقی وردک ولایت ته تللی دی وایی، چی افغانستان د بهرنیو هیوادو سره هیڅ مشکل نه لری. د افغانستان ولس او نړیوال وایی چی د طالبانو د اسلامی امارت سره ټول افغانان او نړیوال په زرهاؤ مشکلاتونه لری. 


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 17.06.2022 10:11 توسط  
آخرین اصلاح در 17.06.2022 10:38 توسط 1073741823