سړی خراب کړي! لمدې سترکې د انجان ستر انسانیت دی!
د ظالم ظلم ، انسان سړی خراب کړي
لېمه نه شي لمدېدلای بې له درده
بې ضمیره انسانان سړی خراب کړي
هرڅه وینو، هر څه ګورو ورته غلي
بی پروا او بی وجدان سړی خراب کړي
د پنجاب ظلم روان، أپریشنونه
مرګ او ژوبله د انسان سړی خراب کړي
چېرته لاړل چیرته غلي ګلخانان دي؟
پلورل شوي دا مشران سړی خراب کړي
ددې ظلم، تعدي به هم انجام وي
هو فراق د ستر انسان سړی خراب کړي
رحم وکړه ای زمونږ پروردګاره
انسانیت شولو تالان سړی خراب کړي
د ص سعیدي
۷/۷/