ډېر ګران توخي صاحب زما د زړه له کومې درناوي ومنئ! هغه د چا قصه مې اویا کاله مخ کې لوستلی ؤ «نوم یې هېر دی» په یونان کې چه د ده کورنۍ او مور نه یې ټوله دارایي پاتې شوه او د ده چارچاپېر دوستان او ساعت تېرۍ وې، د شپې او ورځې خندا او ګډېداوې وې! تر هغه چه لوڅ لغړ شو او نور نه دوست ؤ او نه خندا وه! کور او ژوند یې ولاړ، په یوؤ کڼډوالې کې یې وروسته ژوند او د ګدایي له لارې یې یو څراغ په لاس کې ګدایي او ډوډۍ یې خواړه، تر هغه چه مړ شو۰۰۰۰۰ وروسته، ګوندې چه د مولانا شعر دی چه وایي:*دي شیخ با چراغ همیگشت گرد شهر///کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست!{oq=دی+شیخ+باچراغ&gs_lcrp=EgZjaHJvbWUqCggFEAAYgAQY}، چه دا قصه رښتیا ده یا دروغ، ما له څه کم یوې پېړۍ نه چه اوس ۸۳ /۸۴ یم ومانه چه اشرف المخلوقات دروغه خبره ده! هغه زمانه کې چه لا پنځه کلن وم او تر نن ورځ وینم چه تر موږ په دوه ؤ پښو بل ظالم، ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰دروغجن او مغرور بل هیڅ نښته! بیا یوه مصرع: اګر غم را چو آتش دود بودی// جهان تاریک بودي جاودانه ! او نور! هو هغه چه زخمونه لري، چاره نه لري پرته له ژړا او اوښکې! بېدل چاره چیست//چار باید زیستن ناچار باید زیستن! او هو بیا ویل شوي دي چه: صد بار بدی کردی و شرم تو نیامد// نېکی چه بدی داشت که یک بار نکردی؟ دا ټولې ویناوې او اوښکې د جهان تاریخ کې بهېدلي دي او تر هغه چه اشرفالمخلوقات وجود ولري اوښکې به ؤبهېږي! بیا هم درناویو سره ګلونه! زما تایپي نیمګړتیاوې وبښئ!