بی انصافی
محترم استاد جهانی چی واقعاْ یو بی ساری محقق دی یعنی دده په تحقیقی او تاریخی لیکونو کی لکه غبار او فرهنګ او داسی نور شخصی او انفسی ملاحظات نه لیدل کیږی چی په واقعیت کی دده منحصر به فرد امتیاز بلل کیږی ، یوه علمی مقاله د «مستند بنوسیم» د عنوان لاندی لمړی د افغان جرمن به ویب سایت کی خپره کړه، خو په تآسف سره وینم چی د استاد جهانی دا حقیقت غوښتونکی مقاله د نوموړی ویب سایت په (برګزیده های هفته) به برخه کی نشر نه شوه.
زما به نظر دا یوه مطبوعاتی بی انصافی ده، د انصاف تله باید په دواړو برخو کی سره موازی او مساوی وی، هیله ده په دی بی انصافی کی، کومه بله انګیزه او پلوی وجود ونلری او صرف د عدم توجه نتیجه وی.
د حق ویلو لیونی داؤد