ظهور ناگهانی درخت چهار مغز یا (اریشتیک) در تقابل روسیه و غرب!
د پورتنی عنوان لاندی یوه مقاله د تکړه سیاسی مبصر شاغلی غوث جانباز به لیکاڼی د افغان جرمن په سایت کی خپره شویده، د مقالی عنوان زه مغشوش کړم چی ګوندی دا درخت چهار مغز څه نوی بلا ده چی هم د شرق او هم د غرب سره په تقابل کی قرار لری، د مقالی د لوستلو وروسته پوه شوم چی روسیی هم یو نوی راکت جوړ کړی دی چی نور هیوادونه یی تر اوسه نلری، لکه امریکایی ستنګر راکت چی نور هیوادونه یی نلری.
داسی بریښی چی د غربی هیوادونو حمایت د اوکراین څخه، روسیه دی ته محبوره کړه چی د یوه نوی او خورا دقیق راکت په جوړښت بریالی شی.
نو په دی حساب د اسی بریښی چی د ښاغلی جانباز د مقالی پورتنی عنوان سم ندی او باید په لاندی توګه اصلاح شی:(ظهور نا ګهانی درخت چهار مغز در تقابل غرب) یعنی د تقابل شرق نوم تری ایسته شی.
که چیری زه سم پوه شوی نه دوستان دی ما تنویر کاندی.
مننه