محترم ع واحد حیدري صاحب زما سلامونه او احترامات ومنئ.
زما د وروستي لیکنې سره ستاسو د ژورې پاملرنې ، موافقت او ملګرتیا لپاره مننه.
تاسو رښتیا وایاست، زموږ د هیواد او خلکو دښمنان د مختلفو لیارونه هڅه کوي چې د خلکو د یووالي مخه ونیسي او ځینې کسان په پوهه او ناپوهۍ د دښمن په ژرنده کې اوبه اچوي.
تاسو ته بشپړه روغتیا او ډیر خوښۍ غواړم.
په درنښت
میرزاده