تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2025-06-08T22:00:00Z

اسم

دودیال

محل سکونت

ویسمار

تبصره

​منلی  او ښاغلی باز صاحب السلام علیکم.  تېر شوی اختر مو مبارک. 

ډېره ښه یادونه مو وکړه. دا سمه ده  چې د وسپنې د پټلی غځول وروسته د غازی امان الله خان له دور څخه هم هېر نه و، په همدې خاطر ما خپله لیکنه کی اشاره کړی او دا می(فکری میراث) بللی، هغه کال چې تاسو یاد کړ هغه وخت لاهم فرانسویان افغانستان کی وو او د وسپنې د پتلی له بروژې پرته، د لرغونپېژندنې اوتاریخی آثارو برخه کی هم بوخت وو. هغه وخت تلویزیون نوی په نشراتو بیل کړی و چې د ایران د سفارت مامورینو تلویزون ته د وسپنې د پټلی د پلان خبر استولی و، خو ما تاریخی پس منظر نه دی واضح کړی، بلکې ډېر لنډ ورڅخه راتېر شوم، اصلی پام او توجه مې راتلونکی ته کړی چی کوم ټکي باید هېر نه کړو.  ځکه ملی انکشافی پروژې ډېر دقت غواړی. له نیکه مرغه موږ د لومړنیو پنځه کلنو پرمختیایی پلانونو په ترڅ کی ډیرې ګټورې انکشافی ملی بروژې تطبیق کړی، لکه د ننګرهار د کانال پروژه، سیلوګانی، د کندهار د هوایی ډګر مجهز کول، د لښکرګاه او بیا دسالنګ او ورسره د جرمنی په مرسته د بریښنا دتولید او د هوخست او نور اساسی کارونه.   خدای دی توفیق راکړی چې د لویو پروژو تطبیق ته دوام ورکړو. ستاسو یادونه تاریخی بڼه لری چې تاسو یې شاهد یاست. درناوی

کشور

/FotoGallary/CountryIcons/DE.png
ساخته شده در 09.06.2025 22:37 توسط  
آخرین اصلاح در 10.06.2025 05:10 توسط 1073741823