تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2025-06-30T22:00:00Z

اسم

حسیب الله

محل سکونت

آلمان

تبصره

ټولنیز بحث: د ابتدائیه ښونځيو درسی نصاب او یا "Curriculum" مو په عملی ساحه کې، کومې ځانګړې ننګونه او مشکلات موجود دې؟

په عمل کې، او یا په عملي ساحه کې د ابتدائیه ښونځی درسی نصاب تطبيقول او یا د لومړني ښوونځي "Curriculum" پلي کول مختلف ننګونې وړاندې کوی:
د ابتدائیه ښونځی استادان او معلمین باید، پدې ساحه کې د زده کونکو انفرادی متفاوت والی، یعنی همدا موضوع چې هر زده کونکی خپل شخصی او انفرادی مشخصات لری، هر زده کونکي خپل شخصي او انفرادي خصوصیات لری، یعنی هغه توپیرونه، چې، هر زده کونکي له نورو زده کونکو څخه توپیر ورکوي، پوره او په دقیق توګه په پام کې نیسی، تر سو، په درسته او په دقیق توګه د هر زده کونکي انفرادي مهارتونه څخه ملاتړ او وده صورت اخلي.

د چلند ستونزو سره مقابله او د "رفتاری مشکلاتو سره مقابله، یعنی، د بد ټولنیز چلند له منځه وړل، د بد ټولنیز چلند د مخنیوي لپاره ښه او سالمه یعنی زده کوونکي لپاره، د لوړ کیفیت لرونکي مشوره او رهنمايی، د ابتدائیه ښونځيو د استادانو یو اصلي او اساسي وظیفه ده، له دی کبله چې شپږ کلن تر دوولس کلن زده کوونکو لپاره، ابتدائیه ښونځی د یو اساسي ټولنیز مرکز حیثیت او مقام لری، باید په دی ساحه کې دقیق غور صورت اخلي.

د لومړني ښوونځي شاګردان د زده کړې خورا مختلف اړتیاوې، د زده کړې سټایلونه، او د زده کړې سرعت لري. دا د تدریس مختلف میتودونو او انفرادي ملاتړ ته اړتیا لري، له دی کبله باید ابتدائیه ښونځیو، ماهر او متخصص استادان ولری.

د ټولنیز چلند ستونزې، او یا د ذهنی-تمرکز ستونزې، یا نورې چلند ستونزې کولی شي درسونه ګډوډ کړي او انفرادي پاملرنې ته اړتیا ولري، د ابتدائیه ښونځیو ښوونکې، باید په دی ساحه باندی کافی پوه ولری، تر سو، زده کوونکو لپاره، په همدی مهمه ساحه کې، په درسته او دقیق توګه ملاتړ صورت اخلی.

د سرچینو کمښت:

ښوونکي اکثرا د لویو ټولګیو، یعنی ټولګیو چې پکشی د زده کوونکو شمیر زیاد دی، د مناسبه درسی موادو نشتوالي، او محدود وخت او محدود ځای سره مبارزه کوي، چې داسي ستونزي "تدریس پروسه" ته دیر مضر واقع کیږي.

په استادان او ښوونکې باندی، باید د وخت فشار هم نه وی، ځکه چې، د مختلفو درسونو چمتو کول او انفرادي ملاتړ چمتو کول ډیر وخت ته اړتیا لري، کوم چې ډیری وختونه د ورځني ښوونځي ژوند کې کم وي.

په تدریس کې د مناسبو "تدریسی مواد" مدغم کول یوه ننګونه ده، ځکه چې ټول ښوونځي په کافی اندازه "درسی مواد" ، "تدریسی مواد" او اړین تجهیزات نلري، دا ټول وړتیاوې او اړتیاوې په پام کې ونیول، ځانګړې ننګونه وړاندې کوي، چې دیر مهم دی، چې مثمر او ګتور بحثونه په دی مهم برخه کې صورت اخلي.


ادامه لری
و من الله التوفیق
په فائقه احترامات
حسیب الله

کشور

/FotoGallary/CountryIcons/DE.png
ساخته شده در 01.07.2025 10:30 توسط  
آخرین اصلاح در 01.07.2025 22:43 توسط 1073741823