ټولنیز بحث: دوه برخې لرونکې پوښتنه، چې، په مستقیم او غیر مستقیم ټوګه، د ابتدائیه ښونځيو در درسی نصاب او با "Curriculum" تطبيقول په ساحه کې ارتباط لری، دا ده، چې:
د پوښتنه الف جز: آیا ژوند کار دی؟
د پوښتنه ب جز: آیا زده کړه کار دی؟
زما نظر، د همدا دوه برخې لرونکې پوښتنه په ارتباط کې، چې، ایا ژوند کار دی، آیا زده کړه کار دی؟، داسي ده:
د یو غیر ژوندي شی، لکه ډبره، او د یو ژوندي شی، لکه نباتات، حیوانات، یا انسانانو چې الحمدالله د اشرف المخلوقات لقب هم لرو، ترمنځ توپیر دا دی چې ژوندي موجودات د دې وړتیا لري چې په فعاله توګه د خپل چاپیریال انرژي جذب کړي او پدې توګه کار ترسره کړي. نو، زما په نظر، ژوند کار کول دي. ژوندي موجودات انرژي کاروي ترڅو اتومونه او مالیکولونه په حجرو کې، حجرې په غړو کې، غړي په بدن کې، او د ژوندیو موجوداتو ټولګه په ټوله ټولنه کې جوړ کړي. ټول لوی شوي جوړښتونه انرژۍ ته اړتیا لري. د کار تاریخ شاوخوا "اقلا، درې ملیارده کاله زوړ دی، له دی کبله چې د کار تاریخ د ژوند له پیل څخه پیل کیږي، او دا چې موږ اوس او یا نن صبا، څنګه او څومره کار کوو دا د طبیعت قانون نه دی! موږ انسانان د اشرف المخلوقات په حیث، د خپل شعور په وسیله، چې یو لوی نعمت ده، کولی شو د خپل کار کیفیت او مقدار پخپله وټاکو.
اوس چې، ژوند کار دی، زده کړه هم کار دی؛ زده کړه یوه فعاله، خوندور پیچیلی پروسه هم ده، چې وخت، هڅی، د زده کړې هدف او یا د زده کړې موخه ته هم اړتیا لري، او هم زده کړه د پوهې او مهارتونو له پراختیا سره هم نژدې تړاو لري، او له همدې امله هم د د کار يوه بڼه ګنل کیدی سي، نو بیا
د ابتدائیه ښونځيو د درسی نصاب او یا د ابتدائیه ښونځيو "Curriculum" تطبيقول مو، چې، د شپږ کلن تر دوولس کلن انجونو او هلکانو "بنسټیز مهارتونه ملاتړ او وده سره ارتباط لری، څنګه به کیږی؟
ادامه لری
و من الله التوفیق
په فائقه احترامات
حسیب الله