تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2025-07-04T22:00:00Z

اسم

حسیب الله

محل سکونت

آلمان

تبصره

​ټولنیز بحث: په ابتدائیه ښونځیو، متوسطه ښونځیو، بلخصوص مسلکی ښونځيو او بلاخره په کل کې، د پوهنې په سکتور کې د اقتصادی پانګونې اړوندو الی ارزیابی؟

بی له شکه، د ښاغلي محترم پوهاند صاحب محمد بشیر دودیال مقاله، چې، د "هغه ځو ټکي چې زموږ هیر دي (دوولسمه برخه)، چې موضوع یی، "اقتصادي پانګونه"، "سرمایه ګذاری" او یا "investment" ده، د خورا ستایلو وړ ده.

زه، دلته، فقط، د پوهنې په سکتور کې، بلخصوص د ابتدائیه ښونځیو، متوسطه ښوانځیو، مسلکی ښوانځیو، او هم په کل، د پوهنې په سکتور کې، د اقتصادی پانګونې اړوندو الی او اهمیت ته یو لږ تماس اخلم:

پوهنې په سکتور کې پانګونه خورا مهمه ده ځکه چې دوی د ټولنې شخصي پرمختګ او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته وده ورکوي.با کیفیته زده کړه په ابتدائیه ښونځیو، متوسطه ښونځیو او مسلکی ښوانځیو دا توان لری، چې، په مختلفه ساحاتو کې، بلخصوص په همهغه ساحاتو کې، چې زموږ ګران ولس اولیه احتیاجات او اولیه ضروریاتو سره تړون لری: مثلا، ګران افغانستان ګمان کوم چې، ٤١٢ ولسوالی ګانی لری، که چیرته لا اقل، په هره ولسوالی کې، انجنو او هلکانو لپاره، لا اقل، یو مسلکي ښوانځی راایجاد او په مناسبه توګه فعالیت اخلی، یو داسی اقتصادی  پانګونې مسلکی ځوانان روزوی، خورا موثر او ګتور واقع کیږی. دګران ولس د لمړنیز احتیاجاتو د رفع لپاره، د اقتصادی تولیداتو د ارتقا لپاره، د ملی اقتصادی ودې، لپاره، او هم مساوي فرصتونو برابرولو لپاره، او بلاخره  سوکالۍ لپاره کلیدي اهمیت لری.

ولې په زده کړه کې پانګونه مهمه ده؟

اقتصادي وده:

د سیالۍ اقتصاد لپاره یو ښه تعلیم یافته کاري ځواک اړین دی. زده کړه تولید او نوښت زیاتوي، په دې توګه د اوږدمهاله اقتصادي ودې سره مرسته کوي.

ټولنیز عدالت:

ښوونه د ټولنیز تحرک او مساوي فرصتونو لپاره یو مهم فاکتور دی. دا خلکو ته دا توان ورکوي چې د خپل ژوند معیار ښه کړي او په ټولنیز ژوند کې برخه واخلي.

ولسواکۍ او ټولنیز عدالت:

با کیفیته او سالمه ښوونه د انتقادي فکر او مسؤلیت احساس هڅوي، کوم چې د فعال ولسواکۍ او ټولنیز عدالت لپاره هم خورا مهم ګنل کیږی.

پایښت:

په باکیفیته زده کړه کې پانګونه، نوجوانان او ځوانانو لپاره دا ممکنه کوي چې د اقتصادی شه والی او د مثبت اقتصادی بدلون په ساحاتو کې، د اقتصادی ارتقا لپاره نوي فکرونو، نوي ابتکارات رامینځ ته کړی، او د اقتصادی خودکفایی په ساحه کې، ننګونو باندې بریالي شي او یو دوامداره با کیفیته اقتصادی راتلونکي جوړ کړي.

لومړنۍ زده کړه لپاره اقتصادی پانګونې دیر مهم ده:

د ابتدائیه ښونځيو او یا لومړنۍ زده کړه کیفیت د شاګردانو په پرمختګ باندې په ځانګړي ډول مثبت اغیزه لري او کولی شي، چې، د ابتکاراتو روحیه وروزوی، راتلونکی لپاره مبتکر او مولد اشخاص او افراد ټولنه ته وړاندي کړی، اقتصادی پرمختګ ته د زده کړه لاره هموار کړي او بلاخره ټولنیز نابرابرۍ کمې کړي.

په خلص ټوګه،  دپوهنې په سکتور کې اقتصادی پانګونې دیری ټولنیز ګټې لری: با کیفیته ښوونه د فقر کمولو، د اقتصادی پرمختګ،  د ټولنیز رفاه او د ولسواکۍ پیاوړتیا او د ژوند کیفیت ښه کولو کې مرسته کوي. په تعلیم کې پانګونې ته د پام وړ اړتیا ده، په ځانګړې توګه د ابتدائیه ښونځیو، متوسطه ښونځیو، مسلکی ښوونځیو کې، او بی له شکه هم لوړو زده کړو لپاره یو داسی باکیفیته زیربنا جوړول، مهم ګنل کیږي.

و من الله التوفیق

په فائقه احترامات
حسیب الله 


کشور

/FotoGallary/CountryIcons/DE.png
ساخته شده در 05.07.2025 11:03 توسط  
آخرین اصلاح در 06.07.2025 00:53 توسط 1073741823