اين جواب انور اڅړ بود که اداره افغان جرمن نشر نکرد.
ستاسو د لیکنې په ځواب کې دا څرګندوم چې ستا هره تور او بېادبانه جمله بېاساسه ده. زه هېڅکله د علامه حبیبي د شخصیت په اړه سپکه یا ناحقه خبره نه ده کړې. هغه یو عالم، ادیب او د افغان فرهنګ ویاړ دی. زما لیکنې یوازې د هغو لنیني، کمونستي او خاین عناصرو پر ضد وې چې د افغانستان نوم، عزت او استقلال یې د شوروي د ګټو لپاره وپلوراوه — دا خبره ښايي د هغو کسانو زړه خوږ کړی وي چې لا هم له هغه تور تاریخ سره عاطفي تړاو لري.
خو څوک چې د تاریخ خاینانو ته سپینکاري کوي او د ملي اتلانو پر ضد خوله پرانیزي، باید د قلم له منطق سره مخ شي، نه د عاطفې له منطق سره.
د افغان جرمن ادرې ته سپارښتنه دا ده چې د بیان ازادي د هر لیکوال حق دی، خو دا ازادي باید د حقیقت او ملي درناوي په چوکاټ کې وساتل شي. که څوک د لنیني غلامۍ مدافع وي، دا د ده انتخاب دی، خو د وطنپالو د خولو تړلو غوښتنه د بیان د آزادۍ سپکاوی دی.
رحمان بابا وايي:
«که عقل نه وي، علم به څه کړي؟»
زه به خپل دریځ د ملي احساس، تاریخي حقایقو او د افغانستان د سپیڅلي نوم د دفاع پر بنسټ همداسې ټینګ وساتم