سلام به افغانهای محترم،
شاغلی واحد حیدري اوس د ځان د سپینولو لپاره لینا روزبه ته توکم پاله وایي. در حالیکه د لینا تر څنګ، ته خپله واحد حیدري یو سخت متعصب، ضد پشتنو او قومي مریض یاست. څه موده پخواء د همدې سایت یوه لیکوال پر حیدري همداء نیوکه وکړله.
واحد حیدري پخپل معرفت لیک کې، خپل پلار مقتول لیکي، اما دا نه لیکي، چې د جناب پلار امان الله حیدري څوک ؤ؟ کوم وخت؟ ولې؟ او چا مړ کړ؟
د دغه کس شدید دوشمنانه چلند د دغه قلم سره، زه په لاندو عواملو کې تحلیل کوم:
۱- چون زه د افغانستان یو پشتون او د (تاریخي پکتیا) یو پشتون یم، نو د دغه کس سخت نفرت او تعصب د ګران افغانستان د (پشتنو) څخه دې ته اړ کړای ده، چې د افغان پخواني د اردو صاحبمنصب سره داسې لیونتوره هیجاني چلند وکړي. اما د پکتیا حقیقت، د افغان ملت په کچه او د وطن د ناموس په دفاع کې، افغان ملي مبارز او مشهور امانیست مرحوم میر غلام محمد «غبار» څه داسې کشلای ده: «این مردم دلیر و مسلح امریه شاه امان الله برای جنگ با انگلیس را به مثابه رفتن به عروسی استقبال نمودند… جلد اول، افغانستان در مسیر تاریخ»
۲- دغه واحد حیدري په سیاسي لحاظ بې پرې نه ده، لکه څنګه، چې هغه له پخواء لیکلي د نادر خان (د انګرېز د نقشې مطابق د غازي شاه امان الله رح څخه د سلطنت د مقام د غاصب، میزان ۱۳۰۸ش)، او د نادري خاندان سخت طرفدار او هوا دار ده.
بناً زما محکم، استوار او صداقتمند «امانیستي» دریخ او قلمي مبارزه مې د دغه سړي څخه خوب الوزولای ده. زه افتخار کوم، چې دغسې یو عنصر سمبال په دغه صفاتو، زما سر سخت مخالف ده.
۳- د ثور ۱۳۵۷ل د کودتا څخه پس او د وروستیو ۴۰ کالو کورنی او بهرنی جګړو او مهاجرتونه په نتیجه کې، افغان منورینو او خصوصاً د دوهم او دریم مشروطیت د عزیز القدره مبارزینو وارثانو ته داسې یو چاپېریال برابر سو، چې د خپلو مشرانو هغه امانت ورکړل سوي اسناد افغان مظلوم ملت ته را افشاء کړي. په دې لړ کې:
- «د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ کتاب»، لیکوال لوی امانیست جرنیل یار محمد خان وزیري
- «افغانستان در مسیر تاریخ جلد دوم»کتاب، مولف لوی امانیست میر غلام محمد غبار
- «نادر خان و خاندان او»، رساله، لیکوال لوی امانیست علامه عبدالحی حبیبي
نور اسناد به هم وي او دا قلم به په دغه د پردیتوب په ماحول کې ورنه محروم پاته وي. بنا، اوس فکر وکړو، د داسي مهمو تاریخي اسنادو ملت ته راوتل د پخواني حاکم خانداني سلطنت د ماهیت او مضمون او بد نیت په باره کې، دا خو د دغه خاندان د عاشقانو لپاره د هغو مُدهشو بمونو غږونه دي، چې یو پر بل پسې ورباندې وچاودل. اوس د دغو افرادو او اشخاصو څخه، چون لاره د منطق او دلائلو ورکه ده، او د خاندان سلطنتي پایه د سرطان ۱۳۵۲ل د کودتا په ذریعه رانسکوره سوله او بیا د خاندان وروستی کس سردار داود خان د ثور د ۱۳۵۷ل د عسکري کودتا په ذریعه له منځه ولاړل، نو شروع کړې په کنځلو، تهمتونو، خیالي محکمو دایرولو… دغه ویب سایت ته منډې وهه، هغه ویب سایت ته منډې وهه او خپل زهرجن او حتی درواغجن نظریات خپروه، چې دغه روش د هغوی غیر د نوره رسوایي یې نور کوم منفعت ورته نسي لرلای، ځکه دلته نور د تاریخ او افغان مظلوم ملت حُکم او فیصله ورته صادره سوې ده.
زه لیکوال دلته د خاندان د یوه سر سخت پلوي واحد حیدري څخه د ډېرو نورو پوشتنو په لرلو سره سره صرف دغه پوشتنه کوم، وګورو چې دا جناب ماته کوم جواب ویلی سی:
سوال: دغه د ۱۳۵۲ل او د ۱۳۵۷ل د عسکري کودتاګانو چپي افراطي مشران او شي اړخ افراطي اخوان مشران د چا په ۴۴ کلنه «فابریکه» کې جوړ سول او بیا پر افغان بیچاره ساتل سوي ملت ورخوشې کړای سول؟