تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2026-01-31T23:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​د ښاغلی سیستانی پر مقالی، د دوه مطلبو څرګندول!

ښاغلی اعظم سیستانی د افغان جرمن په ویب سایت کی د (در پاسخ به سکتاریستان قومی [تاجیکی] شرارت پیشه) د مقالی تر عنوان لاندی کښلی دی:«وقتی خط دیورند زیر سوال قرار میګیرد سکتاریست های خراسان طلب [تاجیک های کم اصل ستمی و شورای نظاری و جمعیتی و سقوی پار دریایی و کولابی] دست و پاچه میشوند و در مخالفت با الغای خط استعماری دیورند عکس العمل ضد افغانی و افغانیت نشان میدهند.

ایشان از مطرح نشدن روشان تاجکستان و پنجده ترکمنستان اسهال به دامن اند»

د ښاغلی سیستانی د مضمون ټول محتویات د یوه ملی شعور، ښکارندوی بلل کیږی.

زه په ډیره مختصره توګه دوه خبری دده د مقالی پر محتویاتو څرګندوم.

مرحوم فخر افغان خان عبدالغفار خان په یوه لویه او درنه غونډه کی وویل:«په کوم مهال چی احمد شاه بابا د هند د فتوحاتو نه راستون شو د جیلم په پوله کی د زرګونو او لکنو پښتنو په غونده کی و فرمایل چی :«ای پښتنو د جیلم نه تر آمو او هراته پوری دا ستاسی د پلرونو او نیکونو کور او ټاټوبی دی.»

منظور داچی ستر احمد شاه بابا (احمدشاه درانی د ستمیانو احمقانه اصطلاح ده) د افغانستان سیاسی حدود د طبیعی حدودو سره منطبق کړل.

د دیورند لیکه د انګریزانو د کرغیړنی استعماری پالیسی میراث او میراث خور یی هم د پنجاب د استبلشمنت واکداران دی، پاکستان او اسراییل د یوی سکی، دوه ناولی مخونه دی او دواړه د انګریز د استعمار سرطانی بقایا بلل کیږی.

د پنجاب حکومت ماهیتا ضد اسلامی یو دولت دی. خو ددی سرطانی دولت سر پوښ ظاهرا اسلامی دی. 

لویه خبره ده دا ده چی مغصوبه خاوری زموږ د هیواد نیمایی برخه تشکیلوی، دا تشکل که د خاوری د وسعت او د نفوسو د کثرت له امله وسنجول شی،

بحری لاره زموږ د ملی او حیاتی ژوند شریان بلل کیږی، معادن او زراعتی او اقتصادی ستر اهمیت خو لا څه کوی!

زما یو مرحوم ملګری یوه ورځ زما نه همداسی یو سؤال مطرح کړ.

ما ورته ووی حاجی صاحب! که ته د خپل یو زور ګیر غاصب دشمن سره، د  زر جریبه حاصل خیزی دری فصله زمکی دعوی ولری او همدا راز د یوه بل نسبتا ډیر قوی غاصب دشمن سره د پنځوس، شالی کار جریبه زمکی دعوی ولری، نو ته به کومی دعوی ته د اولیت حق ورکړی؟

زر جریبه څو فصله زمکی ته چی نسبتا یوه ضعیف دشمن غصب کړی ده او یا پنځوس جریبه شالی زمکی ته چی د نړۍ یو سوپر پاور غصب کړی ده (شوروی نه مضمحل شوی؟)

زما ملګری حاجی صاحب وویل چی منطقا، د زر جریبو دعوی ته.

ما ورته وویل چی د پنجده مثال هماغه پنځوس شالیکار زکی ته ورته او د دیورند نه هخوا تاریخی ستر میراث د هماغه زر جریبو زمکی مثال لری.

نتیجه دا چی وطنی کولابیان به هیحکله افغانان او د افغانستان نشی، نو د هغوی سره د ملی تفاهم او وحدت خبره طرح کول، محض حماقت دی.

زموږ د ملتی او لمړي ملی ژبی کره او منطقی وینا ده چی:

 کاڼی به وروست نشی، نشی دشمن به دوست نشی!

مننه سیستانی اعظم جانه

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 01.02.2026 03:27 توسط  
آخرین اصلاح در 01.02.2026 09:31 توسط 1073741823