تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2026-02-02T23:00:00Z

اسم

عمر توخي

محل سکونت

سوېډن

تبصره

محترم مومند صاحب سلام!
ټرامپ هر چاته معلوم دی چي ۳۴ جرمي دوسیې لري، که د پېدوفیلی جرمونه چي د جفري اپستین په دوسیه کي را وسپړل سي شايد په زرهاو نور جنایي جرمونه هم پر ثابت سي، د ځنو امریکایي سياسينو له نظره د امریکا په تاریخ کي داسي فاسده کورنۍ پر امریکا نه ده حاکمه سوې، نه تنها چي ټرامپ فاسد او مردار خور دی بلکي ټوله کورنی او ملګري یې هم فاسد دي۰
ټرامپ نه تنها چي خپل کورني قوانین تر پښو لاندي کوي بلکي هیڅ نوعه بین المللي قوانینو او نورمونو ته هم نه دی ږمن، د وینزویلا د ریس جمهور تښتول يې یو ښکاره مثال دی۰
 خو زه په دې نه سولم پوه چي تاسو په څه منظور د ټرامپ موضوع رامنځ ته کړل؟
ایا تر افغانستان، امریکا مهیمه ده چي اول باید پر هغوی بحث وسي؟ که نه وي نو ولي دا بحث را منځ ته کيږي؟
 د دې پر ځای چي د قانون د رد او یا تایید، ګټو او تاوان په اړه مو څه ویلي وای، د اصلي موضوع څخه بل طرف ته تللي یاست.

 فکر مي نه کوی چي تر افغانستان دي امریکا درته مهیمه وي، موږ د افغانانو په حيث خپل د وطن پر ناخوالو او کړاوونو ژاړو او تاسو محترم بحث او موضوع بل خواته غواړئ چي متوجه او کش کړئ، چي دا واقعاََ د تاءسف ځای دی چي يو افغان قلموال چي د هر چا سره پر افغانيت او پښتونوالي باندي د سپکو سپورو تر سرحده هره ورځ ډغري وهي، خو د طالبانو د جناياتو په اړه داسي چوپه خوله دی لکه ټرمپ چي د پوتين پر جناياتو سترګي پټوي.

موږ باید په عمل کي د کولابیانو، خراسانیانو او د خارجي استخباراتو د مزدورانو او جاسوسانو څخه فرق ولرو او په عمل کي دا ثابته کړو چي موږ د دوی په شان متعصب، ړانده او کاڼه نه یو، موږ ته د خاینینو ژبه، قوم او سمت مطرح نه دی، موږ ته هر هغه څوک چي د وطن او افغان سره خیانت او ظلم کوي مختوري، محکوم او د تقبېح وړ دي، که موږ هم د دوی په شان د جاهلو او خاینو رهبرانو و جنایتونو ته توجیه لټوو نو زموږ او دوی فرق په څه کي دی؟

دا انصاف نه دی چي د طالبانو پر جنایاتو چوپ یاست، خو د هغوی د منتقدانو په وړاندي غبرګون ښکاره کوی. او تحقیر امېزه جملات لیکی، " امیدوارم که حکومت امریکا، شاغلی جهانی را به گناه همچو مقاله اخراج و به افغانستان نفرستد و اگر فرستاد هم، افغانستان ملک و وطنش است و امارت اسلامی او را محبوس نخواهند ساخت. و اگر ساخت هم، بر وفق وجیزه زبان جنتی و اول مملکت:(نر پسه د قربانی دپاره دی) " ، یا " زمری شه جهانی صاحب".
جوړ اوسی.  


کشور

/FotoGallary/CountryIcons/Sweden.png
ساخته شده در 03.02.2026 10:15 توسط  
آخرین اصلاح در 03.02.2026 19:44 توسط 1073741823