ښاغلی محترم توخی صاحب مبارک!
د اسلامی او وطنی دود او هڅوب پر بنسټ، لمړی ستاسی خدمت ته خپل سلامونه او نیکی هیلی په عرض رسوم، او هیله ده چی ومنل شی.
محترما، زه په هیڅ صورت دی ته جوګه نه یم، او نه غواړم چی ستاسی غوندی د یو محترم وطنوال سره، د مناقشی او استدلال په ناست دړه کښینم.
زما د لیکاڼی مبارزه او جهاد د ستمیانو او فارسیستانو یعنی د فارس د ګوډاګیانو او شاطرانو سره دی.
د طالبانو په مورد کی ما پخوا هم دا بیت ویلی و، او اوس یی ځل بیا هم تکراروم:
طالبانو سپی بهتر، تر ستمی دی
که هزار واره طالب بد تر سپی دی
خو که یو لایشعر ،لایعقل او بیسواده، بی لکی څلور بول، د لوی ملی قهرمان ایمل خان مومند چی د خیبر په دره کی یی څلویښت زره مغلی عسکر تارومار کړل او ستر خوشحال بابا یی په مرګ، د غم په ټغر کښیناست، قوم او اولاده پاکستانی بولی، نو دداسی لیونی سپی غپا ته یو ځواب لرم چی:
سپی غپیږی کاروان تیریږی.
د نړۍ ګلونه پر مخ محترم او قدردان توخی صاحب.