د آریانا افغانستان آنلاین محترمي ادرې ته. سلامونه او احترامات. ستاسي د وروستۍ یادوني په اړه باید درته ولیکم چي له یوې خوا، د قلم او بیان د آزادی په نامه، یوه سړي ته اجازه رکوی چي هغه د افغانستان د نفوس یوه لویه کتله توهین کړي او ټول پنجابیان او کمونیستان وبولي او کله چي مقابل لوری خپله دفاع کوي تاسي ورته وایاست چي باید له توندو کلماتو څخه کار وانه خیستل سي او د قلم عفت رعایت سي. تاسي باید له لومړي سره د هغه چا مخه ونیسی چي یوه قوم، یوې سیمي او حتی یوه شخص ته سپکاوی او توهین کوي بیا نو کولای سی چي له خپلو ټولو قلمي همکارانو څخه د قلم د عفت د ساتلو او رعایت کولو غوښتنه وکړی. په درناوي.