استاد ولی احمد نوری ژوندی دی!
د استاد ولی احمد نوری ارادتمندان، د هغه د مړینی په مناسبت د خواشینۍ مراتب څرګندوی، خو که مرحوم نوری په فزیکی لحاظ د دوستانو، محبانو او خپلوان به حلقه کی نسته، خو په معنوی لحاظ هغه ژوندی دی، او تر څو چی د هغه نیک او پیاوړی خاطرات د ارادتمندانو په ذهنونو او زړونو کی وی دی به ژوندی ګڼل کیږی.
مرحوم نوری د اخلاقو، شرافت، نجابت، تواضع، معرفت، بصیرت، بصارت او وطن پالنی یو سمبل و.
استاد نوری دوستانو او د معرفت خاوندانو ته لکه ګبین خوږ او منافقینو او د هیواد او ملت دشمننانو ته لکه حنظل تریخ و
د نوری صاحب سره زما لمړۍ کتنه او ملاقات په هغه ملمستیا کی حاصل شو چی تقریبا ۲۵ کاله دمخه، اصیل سید، استاد هاشمیان دده او مرحوم ډاکټر صاحب نادر عمر په افتخار د کلیفورنیا د ایالت په یوه رستوران کی ترتیب کړی وه.
ددی تذکر ضروری دی چی وویل شی چی د افغان جرمن د ویب سایت د وطنی ژبو بنیان ایښدونکی استاد نوری و.
د انشعاب نه وروسته استاد نوری د آریانا افغانستان د ویب سایت تیږه هم کښیښوه.
ما د نوری صاحب سره په دواړو ویب سایتونو کی قلمی همکاری درلوده چی زما قلمی همکاری تر اوسه پوری ددی وزین ویب سایت سره دوام لری.
د نوری صاحب سره زما تیلفونی مراوده په لاینقطع بڼه دوام درلود او ځينی وخت به هغوی د ځینو مضامینو په نشرولو کی زما نه پښتنه کوله، یو ځل یوه نفر په ډیره بی وقوفۍ د لوی استاد پوهاند صاحب رشتین په مورد کی بی ځایه لیکنه کړی وه، او زما او د نوری صاحب سلا پر دی شوه چی هغه لیکنه خپره نشی، او ما د عکس العمل په توګه یوه مقاله د استاد رشتین صاحب په مورد کی چی زموږ د ملتی ژبی د ادب ځلانده ستوری وه ولیکله چی تر اوسه زما د مضامینو په آرشیف کی وجود لری.
د نوری صاحب یو لوی علمی حکمت او اخلاقی شجاعت په دی کی وه چی ایرانی مبتذل اصطلاحات لکه دانشګاه، واژه، ویژه، موشک، آمار، وارونه، هزینه، واکنش، چالش او نور به یی د رالیږل شوی مضامینو نه حذف کول او په وطنی مبارکو اصطلاحاتو به یی تعویضول، چی دا د ملی ثقافت او فرهنګ په ږغورولو کی لوی ملی فرهنګی خدمت و.
زما لیکنی تر اوسه دده د معنوی برکاتو په رڼا کی او دده په لیار ښودونو روانی دی و من الله التوفیق