سلام مشرانو او کشرانو!
شپې مې ېوه تبصره ولیکله خو د تخنیکي مشکل له کبله راته ښکاري، ورکه شوه. اوس د سهار ۵ بجې دي، ېوه لنډه تبصره چې تلګرافی ده، درسره شریکوم:
مؤمن او مسلمان فرق لري. مسلمان که خپلو اظهاراتوکې صادق وي، مؤمن دی. که صادق نه وي، مؤمن نه دی. ددې خبرې چې څوک څه نیت لري، د بنده اود الله ج تر مېنځ او پر زړونو الله ج دانا دی!
خو اعمال، کړنې او اظهارات مونږ ته د قضاوت فرصت راکوي! مونږ په قضاوت کې د صلاحیت، اجتهاد، مجتهد، فتوا او مفتی شرايطو بحث لرو. د تکفیری ډلو بحث هم چې ورته افراطیان وایو او په هر چا د تکفیر حکم صادر او ټولنې له بحران سره مواجه کوي، هم لرو!
دغه بحث کې ېو مشرک او بل شرکي اظهارات دي! که کوم مسلمان اظهارات وکړل او ما مفتی!؟ ته دا او هغه اظهارات شرکي ښکاره شول ، مناسبه ده، چې ووایم دغه اظهارات شرکي دي او په دغه دلیل او وراضافه کړم، والله اعلم ! کفری او شرکي اظهارات عمدي، جهالتی، لجاجتی او تعصبی انګیزې لرلای شي او لري! مونږ ته په دغه مواردو کې د خپلو صلاحیتو په لرلو ، د انصاف او عدالت په نظر کې نیولو سره سره صرف دا امکان شته چې ووایو: دغه او یا هغه اظهارات او تأکیدات کفري او یا شرکي، دي! داچې دا کس چې دغه او هغه اظهارات او تأکیدات لري، مشرک او یا کافر دی او حکم وکړو، دا ګناه لري او ډېر منفی جوانب لري او د داسې حکم صادرولو سفارش نه کوم. دا مه کوئ، ضرر او ګناه یې خپله تاسو ته راجع کېږي! شاوخوا مویدین هم په کناه کې شریک ښکاري! انتخاب ستاسو! ما غاړه خلاصه کړه! هو تا را بده وویلې، زه هم بده وایم، هغه بیا بل بحث دی!
الله ج دې مونږ ټولو ته د انصاف او نیکۍ هدایت وکړي!