تاریخ امروز:

 نظرات نشر شده

تاریخ

2026-04-02T22:00:00Z

اسم

عبدالباری جهانی

محل سکونت

ایالات متحده

تبصره

​محترم داکترصاحب صلاح الدین سعیدی سلام و احترامات. په لومړي سر کي متوجه نه سوم چي دا وروستی لیکنه مو چي د شرک په باره کي په څه ارتباط وه خو وروسته متوجه سوم چي دا لیکنه مو زما د مضمون په ارتباط چي د طالبانو د عالمانو د شورا رییس مي مشرک بللی وو کړې وه. محترم سعیدی صاحب. ستاسي څخه مي د داسي اشارتي او کنایتي  لیکني انتظار نه درلود. تاسي باید مستقیماُ زما لیکني ته اشاره کړې او رد کړې وای او بیا دي نو په پوره زړه ورتوب ، چي د یوه ریښتوني مسلمان خصلت دی، زه پخپله مشرک بللی وای. ما ملا دین محمد  ځکه مشرک یلل وو چي هغه پیران د خدای د صفاتو د مظهر بللي ول. کله چي یو څوک پیران یا کوم پیر د خدای د صفاتو مظهر بولي او  په دې اساس نو له یوه پیر څخه بل پیر ته مراجعه کول له خدای تعالی څخه د مخ ګرځولو سره معادل او شرک بولي او یا د یوه مردود اومجعول حکم « تخلقوا باخلاق الله» چي پخپله کفر دی، په اساس، خپل پیر د خدای معادل بولي؛ نور کفر به څه وي. او که تاسي هم د دین محمد په څېر د طریقت د جعلي لاري پیرو یاست نو زه  حاضر یم چي ستاسي د ټول علمي صلاحیت با وجود هم ستاسي سره علمی بحث وکړم او پیران، سیدان، او شیخان چي پرته له ټګمارانو او غولوونکو څخه بل څوک نه دي بدرته معرفي کړم . پیر، شیخ او سید زموږ د ټولني د وروسته پاته کېدلو یو لوی علت دی. څوک چي پیر د خدای سره تشبیه کوي هغه بیله شکه مشرک دی. او ما په خپلو کتابونو « تصوف او اسلام» او « فتوا او تصوف» کي مفصل بحثونه ورباندي کړي دي. په ‌ډېر احترام. 

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 03.04.2026 15:45 توسط  
آخرین اصلاح در 03.04.2026 18:10 توسط 1073741823