Skip to main content

آریانا افغانستان آنلاین

مقالات
اخبار روز
فهرست مندرجات
لغت نامه
گنجینۀ شعر و ادب
آرشیف ویدیوها
جنتری
سایت های افغانی
Go Search
 اخبار امروز (پښتو l دری)     اخبار روز های گذشته

 
  
ملګري ملتونه او جرمني له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي
منبع: دویچه ویلی        تاریخ: 4/17/2021

آلمان غواړي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم خپلو پرمختیايي مرستو ته دوام ورکړي.همدارنګه ملګرو ملتونو هم اعلان کړی دی چي په دغه هیواد کي به خپل بشري اوسیاسي ماموریت ته ادامه ورکوي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي خپل سیاسي او بشري ماموریت ته ادامه ورکړي. د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دویاریک ویلي: «موږ به حالات بیا هم تر پلټنو لاندي ونیسو او همدارنګه به زموږ ماموریت په افغانستان کي ادامه پیدا کړي. دا معلومداره خبره ده چي د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل به پر دغه هیواد خپل اغیز ولري.»

هغه زیاتوي: «ملګري ملتونه له ډیرو کلونو راهیسي د بشري مرستو په برخه کي په افغانستان کي حضور لري. د افغانستان له پاره د یوناما په نامه د ملګرو ملتونو ماموریت یو کوچنی سیاسي ماموریت دی چي ۱۲۰۰ کارکوونکي لري او د هغو له جملې څخه اکثریت کارکوونکي یې افغانان دي. په هغه کي سوله ساتونکي ځواکونه شامل نه دي.»

له بلي خوا د جرمني د پرمختیايي چارو وزیر ګیرد میولر هم له افغانستان سره خپل د ملاتړ د دوام ژمنه کړې. نوموړي سیاستوال د اوګسبورګر الګیماینر په نامه ورځپاڼي ته وویل: «موږ به په راتلونکي کي هم د پرمختیايي چارو په برخه کي له افغانستان سره ګډ کار وکړو. آلمان د دوهم لوی تمویل کوونکي هیواد په توګه یو ستر مسؤلیت پرغاړه لري. د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم دغه هیواد بشري مرستو ته اړتیا لري.»

میولر د افغانستان له پاره د آلمان پرمختیايي مرسته بریالۍ بولي. هغه ټینګار کوي: «په ګډه مو په افغانستان کي په تیرو دوو لسیزو کي د روغتیا او تعلیمي چارو په برخه کي لوی پرمختګونه کړي دي. له ۲۰۰۱ کال راهیسي د اوسط عمر سطحه ۹ کاله پورته سوې. د سړي پر سر عاید څلور برابره او د هغو کوچنیانو شمیر چي ښوونځیو ته ځي ۱۲ برابره سوی دی.

امریکا او د آلمان په گډون د ناتو متحدین غواړي د می مياشتي په پیل کي له دغه هیواده د خپلو ځواکونو په راایستلو پیل وکړي.


  
افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ویستلو اعلان د "نا امنۍ ډېرېدو ویره" پارولې
منبع: دامریکا غږ        تاریخ: 4/17/2021

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، ولسي خلکو د حفاظت، تعلیم، روغتیا او مطبوعاتو ننګه خپل لومړيتوب وګڼي.

د دغې ډلې په اعلامیې کې د ولسمشر جوبایډن له ادارې څخه غوښتل شوي دي‌ چې د امریکا متحده ایالتونه باید په افغانستان کې د ښځو د تعلیم په برخه کې مرستې زیاتې کړي.

د مخکني‌ ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې تېرکال په فبرورۍ کې له طالبانو سره تړون وکړ چې په اساس یې باید د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه امریکايي عسکر ووځي.

خو ولسمشر بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې به له افغانستان څخه خپل ټول عسکر وباسي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې دغه اعلان په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتېدو ویره زیاته کړې ده.

د دغه سازمان د اسیا د برخې مشره پېټرېشا ګوسمن وايي: « د ولسمشر جوبایډن له لوري د عسکرو د ویستلو اعلان د نا امنیو د ډېرېدو ویره زیاته کړې چې ښايي د بشري حقونو مهمې لاس ته راوړنې زیانمنې کړې. بشري حقونو افغانانو او په خاص ډول نجونو او ښځو ته د پراخې ازادۍ، ښه تعلیم او روغتیا اجازه ورکړې ده.»

نوموړې ټېنګار کړی چې د امریکا حکومت باید « د دغو لاس ته راوړنو د ساتلو او زیاتولو لپاره حیاتي مالي ‌مرستې او دپلوماتیکې هلې ځلې وکړي او د ولسي خلکو د ځورونې په ختمولو فشار راوړي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې د ورځې په اعلامیې کې اپریل ۱۶ (وري۲۷) ویلي دي چې د امریکا مخکنیو حکومتونو په افغانستان کې د بشري حقونو مسئلې ته په خپلو اساسي ‌لومړیتوبونو کې ځای نه و ورکړی.

اعلامیه وايي‌ چې د طالبانو نورې لاس ته راوړنې دغه حقوق ګواښي او د امریکا عاجل اقدام ته ضرورت دی. وايي طالبانو د سولې له تړون وروسته او د «انتقالي حکومت» پر مهال د اساسي‌ حقونو د ساتلو لپاره کومه قوي ژمنه نه ده کړې بلکې د اعلامیې په اساس تر خپل کنترول لاندې سیمو کې یې د ښځو او نجونو په تعلیم باندې محدودیت هماغسې روان ساتلی دی.

اعلامیه وايي چې طالبان همدغه راز په افغان مطبوعاتونو بریدونو او هغوی ته په ګواښونو کې هم دخیل دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه غوښتي دي‌ چې که تاوتریخوالی همداسې روان پاتې کیږي باید خپل ټول دپلوماتیک او نور اغیز وکاروي چې د جګړې ښکیلې غاړې د بشري‌ حقونو نړیوال قوانین عملي کړي.

دا سازمان داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم او مطبوعاتو د ازادۍ د ساتلو خبره کوي‌ چې امریکايي چارواکو له افغانستان سره په دغو برخو کې د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی.


  
محب: د امریکا د پوځ شتون ته نه بلکی افغان ځواکونو سره مرستې ته یې اړتیا لرو
منبع: بی بی سی        تاریخ: 4/17/2021

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ایران او هند بهرنیو چارو وزیرانو سره د جمعې پر ورځ په یوه ګډه ویډیويي غونډه کې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل د خپل هېواد د امنیت کنټرولولو لپاره فرصت وباله.

د ښاغلي محب دا خبرې یوه ورځ له هغه وروسته دي چې امریکا د راتلونکي سپټمبر تر ۱۱ له افغانستان د ځواکونو وتل اعلان کړل.

حمدالله محب د رایزانا ۲۰۲۱ نومي کنفرانس دې خبرو کې وویل، راتلونکو څو ورځو کې به یوې کاري ډلې سره کېنو چې له ناټو او امریکا سره د ځواکونو د وتلو پر پلان او راتلونکې همکارۍ کار وکړو.

د نوموړي په خبره، افغانستان د امریکا پوځیانو ته نه بلکې ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي محب هغه اندېښنه بې ځایه وبلله چې د بهرنیو ځواکونو وتلو سره به طالبان په زور واک ونیسي.

"طالبان په زور واک نه شي نیولی کورنۍ جګړه به پیل کړي، خو واک نشي ترلاسه کولی."

دې خبرو کې د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، دا ناشونې ده چې افغانستان بیا نوییمو کلونو ته لاړ شي:

"طالبان که غواړي نویمو ته لاړ شي د دوی ایډیالوجي که بدله وي یا نه د دوی چلن بدل وي که نه خو دا ناشونې ده چې افغانستان نوییمو کلونو ته لاړ شي. "

د هغه په خبره، طالبان باید اوس له افغان حکومت او خلکو سره خبرې پیل کړي:

"یوازنۍ حل لاره د افغانانو په مشرۍ او د دوی په کنټرول کې د سولې خبرې دي او موږ ورته سهولتونه برابرولی شو. "

ظریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جواد ظریف وايي، د افغانستان مختلف ګاونډیان ګډې ګټې او ګډې اندېښنې لري

د نوموړي په خبره، د ایران په ګډون د افغانستان مختلف ګاونډیان ګډې ګټې او ګډې اندېښنې لري او سوله ییز او ټیکاومن افغانستا ته اړتیا لري:

''که افغانستان کي ترهګرو ته ازادي وي، دا به هند، پاکستان، چین روسیې ایران او نورو هېوادونو ته ګواښ وي. د طالبانو اسلامي امارت به پاکستان ته هم ګواښ وي لکه هند او ایران ته چې دی، ځکه ویلی شو چې موږ له پاکستان سره ورته اندېښنې لرو. "

هغه دا هم وویل، که افغانستان کې امن وي، نو ګاونډیان یې د اقتصاد او ټرانزېټ برخه کې هم ګډ چانسونه لري.

دې خبرو کې د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر وویل، د سولې بهیر باید د افغانو په مشرۍ وي او مختلف اړخونه باید هڅه وکړي چې دا بهیر پر سمه لار لاړ شي.

نوموړي دې برخه کې له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او هم یې وویل، چې هند افغانستان کې د خپلو پرمختیايي پروژو ته اندېښمن دی.

"مهمه دا ده چې افغانستان شلو کلونو کې ډېر بدل شوی دی او نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې دا لاسته راوړنې له منځه لاړې شي. "

له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم پرون له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د اعلان په تړاو اندېښنه ښودلي، خو بلخوا د دغه هېواد پوځ بیا دا پر ېکړ ه ستایلې ده.

له بلې خوا د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان د پنجشنبې پر ورځ وویل افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه باید "په مسئولانه او منظم" ډول ووځي، چې ترهګرې ډلې له دغې هلې ګولې ګټه وانخلي.

هغه زیاته کړه:

"متحد ایالتونه د افغانستان د مسئلې تر ټولو ستر بهرنی اغېزمنوونکی فاکتور دی. د امریکا لخوا د افغانستان اړوندو پریکړو او اقداماتو کې باید د دغه هېواد حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی وشي او امریکا د افغانستان د سولې او رغونې د ساتنې لپاره د هغو [خپلو پریکړو] د پایلو مسئولیت په جدي ډول ومني .''


  
اردوغان د استانبول کنفرانس په درشل کې عمران خان سره خبرې کړي
منبع: بی بی سی        تاریخ: 4/17/2021

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه هېواد کې د افغانستان په تړاو د یوه مهم نړیوال کنفرانس په درشل کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره تلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرینو چارو وزارت وايي دواړ مشران پنجشنبه پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان د سولې پر پروسه وغږېدل او عمران خان یو ځل بیا د افغانستان د کړکیچ سوله ییز حل کې د همکارۍ ژمنه تکرار کړه.

د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:

" د سیمې په تړاو، لومړي وزیر د امریکا لخوا د [ځواکونو] وتلو تر علان شوي پلان وړاندې د افغانستان جګړې ته د خبرو له لارې د سیاسي جوجاړي [د موندل کېدو] پر اهمیت ټینګار وکړ. "

په اعلامیه کې د عمران خان له خولې زیاته شوې چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو یو "تاریخي فرصت" برابر کړي او افغان مشرتابه باید یوې پراخ بنسټه او ټولګډونه سیاسي جوړجاړي ته رسېدو لپاره له دغه فرصت ګټه واخلي.

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د سولې پروسه کې د ترکیې د رول د ستایلو ترڅنګ یو ځل دا ژمنه تکرار کړې چې "پاکستان به افغانستان کې د سیاسي حل له لارې د اوږدمهاله سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل ټول وس او ممکن ملاتړ وکاروي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په داسې مهال د افغان سولې په تړاو غږېدلی چې ټاکلې هېواد یې د اپریل له ۲۴ مې د لس ورځو لپاره د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د یوه مهم کنفرانس کوربتوب وکړي.

طالبانو ویلي د ترکیې ناسته کې ګډون نه کوي.

دغه کنفرانس کې به له افغانستانه پر بېلابېلو خواو سربېره د ملګرو ملتونو، امریکا، قطر او کوربه ترکیې استازي ګډون وکړي.

طالبانو د امریکا د حکومت لخوا د ډلې سره د دوحې هوکړې خلاف له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستلو کې د څو میاشتني ځنډ د راوستلو په غبرګون کې ویلي چې د ترکیې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

دوحه کې د بین الافغاني خبرو له بې پایله اوږدېدو وروسته ډېرو افغانانو سولې ته د رسېدو هیلې د ترکیې کنفرانس پورې هیلې تړلې.

طالبانو د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې د ځنډ په تړاو غبرګون داسې مهال وښود چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره ورځ کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د سولې پروسې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو او همکاریو په تړاو لیدنې درلودې.

هغه کابل کې د دغو لیدنو پر مهال وویل "د ملګرتیا بڼه بدله شوې، خو ملګرتیا دوام کوي."


______________________________________________________________________________________________________________________________________

پالیسی نشرات | مقالات | اخبار روز | فهرست مندرجات | لغت نامه | گنجینۀ شعر و ادب | آرشیف ویدیوها | جنتری | سایت های افغانی

لطفاً مقالات خود را به این آدرس ارسال دارید:  info@arianafghanistan.com

Besucherzaehler