تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2023-12-06T23:00:00Z

اسم

AKHTAR YUSUFI

محل سکونت

USA

تبصره

آریا صاحب !

څلورم یاداشت

د مقدمی په توگه په سرکښی تاسو ته به هم معلوم وی، استاد میراکبر خیبرسیاسی ژوند د کړاونو څخه ډک ؤ. کله د حربی پوهنتون څخه فارغ  سیاسی بندی شوی، له بند څخه  چی خلاص میرمن مړه وروسته د سلیمان لایق د خور سره واده کړیدی. جمعه خان مشهور په صوفی، په خټه یوسفزی د پښاور صوابی د کلی اوسیدونکی دی، ممکن تراوسه هم ژوندی وی، مشر ورور یی دپاکستان د پولیسو یو لوی افسرؤ، مگر صوفی هیڅکله نه ویل چی ورور دپاکستان د پولیسو یو لوی افسردی. صوفی په ډیرځوانی د اجمل خټك سره دپرچمی ملگرو، اودافغانستان داكثرو سیاستوالو دحسن شرق پشمول نژدی اړیکی ساتل.

د جمعه خان صوفی خبره د استاد خیبر د موقف په کله د ۱۹۷۳م  د داود خان د جمهوریت کودتا پروخت درست ندی. ما دخپل پرونی لیکنی کښی دقیق لیکلی دی (نقد برنوشته داکتر سید عبدالله کاظم) ملی متعصب د میرصدیق فرهنک،  میر قاسم رښتیا، رقیه ابوبکر( موسی شفیق معشوقه او په زوره واده) خپلواک چی آریانا افغانستان کښی نشر شویدی ولولی.

file:///C:/Users/Yusuf/Downloads/126_Yosufi_A_Naqad_Kazem(3).pdf

كله ۱۹۷۶چی محمد داودخان دخپل جمهریت د سیاست په اوښتون باندی د شوروی څخه لریوالی، غرب، ایران، پاکستان او سعودی عرب ته د نژدیوالی کار پیل وکړ، د ا. خ. د. گوند د دوجناحو د وحدت خبری هم پیل شویدی چی منرف راډیکال د واک واک چیغی وهلی. ببرک کارمل خودخوهی موقف چی پخوا د گوند د وحدت سرسخت مخالف ؤ، راضی شو چی د گوند دواړه جناحوی هر څه  ژر وحدت وکړب. نورمحمد    تره کی هم د خدای څخه غوښتل چی ژر گوندی امپراتور وی.

استاد خیبر وحدت پلوه ؤ، اما د عجوله واک د کودتا له لاری مخالف ؤ. استاد به ئگوندیان په ډاگه ویل چی قدرت اخیستل گران کار ندی، مگر د واک ساتل  گران کار دی. گوند ډیر ځوان دی، پریږده چی د گوند وحدت کلک شی، بیا دپارالمان له لاری گوند سوله ایز واک ورسیږی.

 دصوفی جمعه خان نژدیوالی له دسلیمان لایق سره د لایق د مشری لور هوسی سره په کابل کښی واده وکړ. ظاهرٱ جمعه خان به ویل چه دی دعوامی نیشنل پارټی ( یو څوموده، عوامی نیشنل پارټی اود پاکستان کمونیست دعلی نازش ترمشره په ایتلاف کی وه بیا سره جلا شول) په افغانستان کښی د بهرنی چارو مسؤل دی. مگرجمعه خان به تل د افغانستان، پاکستان، شوروی، اروپا ته سفرونه  کول، دده د سفروهدف نه معلوم ؤ، هیچا هم گمان نه کاوه چی دی به د پاکستانی د استخباراتو سره نژدی کار کوی. د بیظیر بهټودصدرارات په وخت کښی پښتانه او بلوچ سیاستوال راوبلل، دوی بیرته بیرته پاکستان ته لاړل. مگر جمعه بیرته کابل ته راغی. د افغانستان په پاسپورت بهر ته سفرونه کول، د شورویان د قواؤ د وتلو څخه وروسته جمعه خان یودم د ډا کټرنجیب الله په بد ویلو پیل وکړ. كتابونه وکتل  او دافغانستان اود پښتنو ملتپالو سیاستوالو پرضد کافی بد او رد ویلی دی.

اول:

دمزدورکسانو پارټی دافضل بنگښ ترمشری لاندی د پرچم او خلق د جناحو سره اړیکی دلودل. مزدورکسانو پارټی دخلق د جناح سره  یواځی د ډاكټر کریم زرغون سره پټ اړیکی درلودل. خلقیانو له همدی کبله کریم زرغون له خپلی جناح څخه وایستل. کریم زرغون  د ثور د حادثی په شروع سره سم له همدی پټ ارتباطاتو له امله زندانی، اوبیا ژر ووژل شو. د زرغون ډله زیات برخه خوستیان او لغمانیان دی. زرغونیان دشوروی، پاکستانی استخباراتو، حامد کرزی، اشرف غنی  حتی اوس د گلبدین او د طالبانو په لیکو کښی د زرغون پلویان شته.

د زرغون پلویان  رهبری غړی (صالح محمد زیری، نیازمحمد مومند، میرصاحب کاروال، شهنواز ټنی) دمرغومی د ۶ د شورویانو د راتگ سره سم د کارمل د ډلی او شوروی مشاورینو په مرسته د خلقیان ترنامه لاند (۵۰-۵۰) سهمیه سره واک ته راوستل. كله چی ببرک کارمل د گوند د مشری څخه لری شو،  زرغونیانو دکارمل د ډلی په لمسون  د ډاکټر نجیب الله  پرضد په اردو پټ فعالیت پیل وکړ.  دوی په اردو کښی د گوند ضعیفوالی د پاره د شوروی ا پاکستان د استخباراتي په مرسته د ټنی کودتا وکړه، کودتا ناکام شو. پاکستانی استخباراتو د ټنی صاحمنصبان د طالبانو په ډله ورگډ کړی چی تر اوسه هم د طالبانو په لیکو شته. سیدمحمد گلابزوی د کارمل د وخت د اتو کالو د کورنی چارو وزیر د تره کی د پلویان څخه هم د زرغون نومړی ډله سره یوځای شوی چی د ربانی سفردماسکو ته د روسانو لخوا ربانی ته ورسپارل شو. بن له څخه وروسته د پارالمان وکیل شو.   

دوم :

د اردو سازمان یو تعداد هغه افسران وه ،  په لومړی سرکښی په شوروی كښی د (ستاره های سرخ) په نامه او بیا د هیواد په داخل کښی داردو انقلابی چی یوپټ مستقل سازمان ؤ فعالیت کاوه. 

  اردو انقلابی ډله هغه نظامی افسران وه چی زیاتره د ستم ملی افکار لرونکی وه. د خلق جناح د گوندی کلک دسپلین څخه اطاعت نه کاوه، ځکه نو ځکه دوی دخلقیانو دجناح سره یو ځای نشول. حمید محتاط، قادر نظامی او کودتایی پوه لرل، مگرسیاسی پوه نه درلودل، د دوی کړنی زیاتر د والانتریزم د اصولو تر تٱثیر لاندی ؤ. خلیقانو  پردوی باندی اعتماد نه درلودل. بل دا چی خلقیانو د پرچمیانو په پرتله په اردو كښی  ډیر نفوذ درلود، داسی بی دسپلین غړو ته ضرورت ندرلود. د پرچمیانو سیاسی فعالیت ډیر لیبرال او د استخباراتي فعالیتونو خصلت درلود. ببرک کارمل د گوندی هم له سخی دانشجو، شاه محمد دوست اوحسن شرق   اصلٱ گوندیان نه وه، مگر په دولت گوند کښی ترگوندی  رهبرانو بالا صلاحیتونه درلودل. پرچمیانو په اردو کښی ذیر لږ گوندی غړی درلودل، پرچمیانونو د قادر او محتاط سره اړیکی درلودل.

عبدالحمید محتاط په وروستی کلونو کښی د ډاکتر نجیب الله پروخت د جمهور رئیس مرستیال ؤ، محتاط د ۱۹۹۲م کال د دولت په سقوط، او د هیواد پرضد  په خیانتونو کښی ډیرلوی لاس درلود. همدا راز هراتی قادر په قام زوری ډیر ظالم او متصب انسان ؤ ، قادر کودتاچی ؤ اما د اردو د رهبری صلاحیت ندرلود.

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823