تاریخ امروز:
  
  
  
  
خبر
30.10.2026
په سعودي عرب کې د امریکا سفارت له خپلو غیر ضروري کارکوونکو غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي
په سعودي عرب کې د امریکا سفارت له خپلو غیر ضروري کارکوونکو غوښتي چې دغه هېواد پرېږديجدید
بی بی سی

​

په سعودي عرب کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا حکومت له خپلو غیر ضروري کارکوونکو او د هغوی له کورنیو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له امله د اکتوبر له درېیمې اوونۍ وروسته له دغه هېواده ووځي.

د امریکا سفارت په هغه خبرتیا کې چې څو ساعته مخکې خپره شوې، ویلي چې د یمن د حوثیانو لخوا د سعودي عرب پر هوايي ډګرونو د توغندیزو او بې پېلوټه الوتکو بریدونو له امله به د امریکا دولتي کارکوونکي تر بلې خبرتیا پورې په سعودي عرب کې د هر هوايي ډګر د کارولو لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا ولري.

په خبرتیا کې ویل شوي چې د حوثیانو دغو بریدونو د سعودي عرب په هوايي ډګرونو او نورو مهمو بنسټیزو تاسیساتو اغېز کړی، ملکي وګړي یې وژلي او هوايي سفرونه یې له جدي خنډونو سره مخ کړي دي. دغه راز خبرداری ورکړل شوی چې وضعیت ښایي په ډېرې چټکۍ سره لا پسې ترینګلی شي.

بل لور د سعودي عرب د ملکي دفاع ادارې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د نجران ښار او دغه راز د ختیځو ولایتونو لپاره د ''احتمالي خطر'' خبرداری خپور کړی دی.

دې ادارې له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې ژر تر ژره تر ټولو نږدې خوندي ځای ته پناه یوسي او د امنیتي چارواکو لارښوونې تعقیب کړي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د یمن د حوثيانو لخوا پر سعودي عرب د بریدونو لړۍ روانه ده. په دغو بریدونو کې هوايي ډګرونه، بندرونه او د تېلو تاسیسات په نښه کېږي.

بل لور د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د حوثيانو لخوا د هېواد ختیځو سیمو ته توغول شوی یو بالستیک توغندی یې په هوا کې شنډ او له منځه وړی دی.

دغه راز ایراني رسنیو د عربي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عرب په ختیځ کې د راس التنوره د تېلو په چاڼځای کې څو چاودنې شوې دي او ادعا شوې چې دا چاودنې د حوثيانو د بریدونو پایله دي.​

 
30.10.2026
کوېټه کې د وچې مېوې سوداګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له بندېدلو شکایت کوي
کوېټه کې د وچې مېوې سوداګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له بندېدلو شکایت کويجدید
دآزادی رادیو

​

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې د وچې مېوې یو شمېر سوداګر وايي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو، د ګمرکي تعرفو لوړېدو او د لېږد د لګښتونو زیاتېدو یې کاروبار له ستونزو سره مخ کړی دی. خو سږ کال د وچې مېوې د بیو لوړېدو د پېرودونکو پر وس هم اغېز کړی دی.

کوېټه د وچې مېوې د سوداګرۍ له مهمو مرکزونو څخه ده چې د افغانستان او ایران ترڅنګ د پاکستان له بېلابېلو سیمو هم ورته وچه مېوه راوړل کېږي. په دغه ښار کې انځر، بادام، چارمغز، پسته، چلغوزي، ممیز او د وچې مېوې نور ډولونه پلورل کېږي، چې د ژمي په موسم کې یې پېرودونکي زیاتېږي.

د کوټې د وچې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر نعمت‌الله خان ترین وايي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو اوږدمهالي بندښت او له ایران سره د سوداګرۍ ستونزو دغه بازار اغېزمن کړی دی.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ دا منډۍ چې ده، دا د اسیا غټه منډۍ ده... بدبختانه د یو کال نه د افغانستان بارډر بند دی او د ایران سره چې کوم حالات جوړ شوي، مالونه ډېر کم راځي. لارې سختې دي، تعریفې زیاتې شوې او نرخونه بې انتها پورته شوي دي.»

سوداګر وايي، پخوا به له افغانستان څخه د چمن او نورو سرحدي لارو په وسیله کوټې ته د تازه او وچې مېوې لویې محمولې راوړل کېدې او له دغه ښاره به د پاکستان نورو سیمو ته هم لېږدول کېدې.

خو د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته د افغانستان د وچې مېوې واردات کم شوي او سوداګر د خپلو توکو د لېږد لپاره له لوړو لګښتونو او د بازار له محدودېدو شکایت کوي.

د کوټې د وچې مېوې د بازار یو سوداګر رحمت‌الله وايي، د پېر او پلور د کمېدو له امله اوس د پاکستان نورو ښارونو ته د وچې مېوې لېږل هم ورته ستونزمن شوي دي.


​
 
30.10.2026
سازمان ملل: کشت کوکنار در افغانستان بیش از چهار برابر و تولید تریاک پنج برابر افزایش یافته است فرشته نگاه
سازمان ملل: کشت کوکنار در افغانستان بیش از چهار برابر و تولید تریاک پنج برابر افزایش یافته است فرشته نگاهجدید
رادیو آزادی

​

سازمان ملل متحد می‌گوید که با وجود ممنوعیت کشت کوکنار از سوی حکومت طالبان، مساحت زمین‌های زیر کشت این گیاه در افغانستان بیش از چهار برابر و تولید تریاک پنج برابر افزایش یافته است.

دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد در گزارش تازه‌ای که روز پنج‌شنبه ۷ عقرب، منتشر شد، گفته است که تولید تریاک در افغانستان از حدود ۳۰۰ تُن در سال ۲۰۲۵، به نزدیک ۱۵۰۰ تُن در سال ۲۰۲۶ افزایش یافته است. بر اساس این گزارش، مساحت زمین‌های زیر کشت کوکنار نیز از ۱۰ هزار هکتار در سال گذشته، به ۴۳ هزار هکتار در سال جاری رسیده است.

افغانستان برای سال‌های طولانی بزرگ‌ترین تولیدکنندۀ کوکنار در جهان بود؛ اما پس از ممنوعیت کشت این گیاه از سوی حکومت طالبان در سال ۲۰۲۲، میانمار جای افغانستان را گرفت. با این حال، فقر گسترده شماری از دهقانان افغان را وادار کرده است که دوباره به کشت کوکنار روی بیاورند.

محمد، یک دهقان ۲۲ ساله از بدخشان، به خبرگزاری فرانس‌پرس گفته است که بدون درآمد حاصل از تریاک، حتا توان خرید مواد غذایی اولیه را ندارد.

بر اساس گزارش سازمان ملل متحد، در سال ۲۰۲۵ حدود ۱۰ هزار هکتار زمین در افغانستان زیر کشت کوکنار قرار داشت؛ در حالی که این رقم در میانمار به ۵۳ هزار هکتار می‌رسید. مقام‌های طالبان ادعا می‌کنند که بیش از ۲۲ هزار هکتار زمین را از کشت کوکنار پاک‌سازی کرده‌اند؛ اما به گفتۀ سازمان ملل متحد، بسیاری از مزارع کوکنار در میان کشت‌زارهای غله یا پشت دیوارها پنهان شده‌اند.


​
 
30.10.2026
دولت مستقر در شرق لیبیا ورود اتباع افغانستان و ایران را ممنوع ک
دولت مستقر در شرق لیبیا ورود اتباع افغانستان و ایران را ممنوع کجدید
صدای آلمان

​دولت مستقر در شرق لیبیا اعلام کرده که ورود اتباع ایران و افغانستان از طریق تمامی گذرگاه های ورودی زمینی، دریایی و هوایی به این کشور ممنوع شده است.​

این دولت همچنان دستور اخراج تمامی اتباع افغانستان و ایران را داده که فاقد مجوز قانونی اقامت هستند.

این اقدام در واقع گسترش محدودیت‌های ورود است که دولت شرق لیبیا در ماه جولای برای اتباع چهار کشور افریقایی اعمال کرده بود.

دولت شرق لیبیا دلیلی برای اتخاذ این تصمیم ارائه نکرده است.

در بیانیه‌ای که در صفحه رسمی و تأییدشده این دولت در فیس‌بوک منتشر شد، آمده است: «ورود اتباع ایران و افغانستان به خاک لیبیا از طریق تمامی مبادی ورودی زمینی، هوایی و دریایی ممنوع است.»

مطالب ویدیویی ما را در صفحه یوتیوب تماشا کنید!

این بیانیه می‌افزاید که وزارت داخله مسئول اجرای این تصمیم و همچنین اخراج اتباع ایرانی و افغانستانی است که فاقد مجوز اقامت معتبر باشند.

مرتبط: امریکا روی طرح انتقال یک میلیون فلسطینی به لیبیا کار می‌کند

از زمان سقوط معمر قذافی، رهبر سابق لیبیا در سال ۲۰۱۱ در پی قیامی که با حمایت ناتو همراه بود، این کشور به مسیری برای عبور مهاجرانی تبدیل شده که به دلیل درگیری و فقر، قصد دارند از طریق دریای مدیترانه خود را به اروپا برسانند. از سال ۲۰۱۴ نیز درگیری‌های میان جناح‌های مختلف باعث تقسیم کشور میان دولت‌های رقیب در شرق و غرب کشور شده است.

 
30.10.2026
ټرمپ: د ایران په وړاندې بریا ژر ترلاسه کیږي
ټرمپ: د ایران په وړاندې بریا ژر ترلاسه کیږيجدید
دامریکا غږ

​

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې ډیر ژر به د ایران په وړاندې بریا ترلاسه شي او دا چې ایران له امریکا سره په جګړه کې ماته خوړلې ده.

ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې په ماښام (اکتوبر ۲۸) د اوهایو په ایالت کې د یوې انتخاباتي غوندې پرمهال د ایران په وړاندې د امریکا نظامي اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د یاد هیواد په وړاندې به ډیر ژر بریا ترلاسه شي.

ټرمپ وویل چې د ایران اسلامي جمهوري له امریکا سره په جګړه کې ماته خوړلې او اوس کار باید بشپړ شي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې یوځل بیا اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي په مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې ایران به هیڅ وخت اټومي وسلې ونلري.

نوموړي وویل:" هغوی بحري ځواک نه لري. هغوی هوايي ځواک نه لري. پوهېږئ چې د هغوی بحري ځواک چېرته دی؟ ۱۵۹ کښتۍ، ټولې د سمندر په تل کې دي. پوهېږئ چې هغوی څومره کښتۍ لري؟ هغوی ۱۵۹ درلودې. هره یوه کښتۍ یې د سمندر په تل کې ده. ۲۶۸ الوتکې، پوهېږئ چېرته دي؟ د ایران د اسلامي جمهوریت د الوتکو د ځغاستو په لیکو کې ټوټه ټوټه دي. د هغوی رادار له منځه تللی دی. د هغوی د هوایي مدافع (سیسټم) ټول له منځه تللی دي."

ولسمشر ټرمپ همدارنګه د وال سټریټ ژورنال هغه راپور چې ویلي یي دي د هغه مرستیال جې ډي ونس، د ایران سره د مذاکراتو د پیل په اړه د هغه هیواد د ملي امنیت د عالي شورا مشر محسن رضایي ته یو لیک استولی، رد کړ.

یوه خبریالا له ولسمشر څخه پوښتنه وکه چې آیا ونس د مذاکراتو د پیل لپاره ایران سره تماس نیولی، ټرمپ یې په ځواب کې وویل:"د هغوی د طبي توکو او نورو بیلابیلو شیانو په برخه کې مرستې ته اړتیا درلوده. هغه له ما پوښتنه وکړه چې څه فکر کوم. ما وویل، که غواړې دا وکړې، سمده. په اصل کې دا له ناروغو خلکو سره د مرستې لپاره د توکو برابرول دي. "

ولسمشر ټرمپ تیره اوونۍ له ایران سره مذاکرات رد کړل او ویې ویل چې له یوې لارې نه له یوې لارې به ژر د ایران سره مسله هوار شي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې تهران له منځګړو سره په منظم تماس کې دی څو د هغه په وینا، هغه مفکورې وڅیړل شي چې د اوه ورځنۍ طرحې پلي کیدل تضمین کړي.

تهران تر دې وړاندې وړاندیز کړی وو که د امریکا متحده ایالات د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي، د هرمز تنګی به د اوو ورځو په موده کې خلاص شي.

خو ولسمشر ټرمپ ددې طرحې په ردولو سره ویلي که ایران ځکه د هرمز تنګي د پرانیستلو په لټه کې دی چې یاد هیواد د ماتې په حال کې دي.​

 
30.10.2026
سناتور امریکایی طرح حمله دوباره به ایران را «دیوانه‌وار» خواند
سناتور امریکایی طرح حمله دوباره به ایران را «دیوانه‌وار» خواندجدید
روزنامه هشت صبح

​

۸صبح، کابل: کریس مورفی، سناتور دموکرات امریکا، طرح نظامی دولت دونالد ترمپ برای ازسرگیری حمله‌ها به ایران را «دیوانه‌وار» خوانده و درباره پیامدهای آن هشدار داده است.

مورفی روز پنج‌شنبه، ۲۹ اکتوبر، در پیامی گفته که اجرای این طرح می‌تواند به تشدید ویرانگر درگیری‌ها و تضعیف تعهد امریکا به حاکمیت قانون منجر شود.

این سناتور دموکرات تاکید کرده است که طرح یادشده به اهداف مورد نظر دست نخواهد یافت و چرخه تازه‌ای از تشدید تنش‌ها را به راه خواهد انداخت.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که احتمال ازسرگیری حمله‌های امریکا به ایران پس از انتخابات میان‌دوره‌ای سوم نوامبر در این کشور مطرح شده است.​