تاریخ امروز:
  
  
  
خبر
16.02.2026
حنفی: مردم باید شکرگزار طالبان باشند و قدر آزادی را بدانندجدید
روزنامه هشت صبح

۸صبح، کابل: عبدالسلام حنفی، معاون اداری ریاست‌الوزرای طالبان، گفته است که مردم افغانستان باید شکرگزار طالبان باشند و با این گروه همکاری کنند.

حمدالله فطرت، معاون سخنگوی طالبان، روز یک‌شنبه، ۲۶ دلو، با نشر خبرنامه‌ای به نقل از حنفی گفته است که «مردم افغانستان باید قدر آزادی خود را بدانند» و با طالبان همکاری کنند.

فطرت گفته که حنفی این اظهارات را در مراسمی به مناسبت سالروز خروج نیروهای جماهیر شوروی سابق از افغانستان مطرح کرده است.

براساس خبرنامه، حنفی همچنین از جنگ‌جویان خود خواسته است تا با مردم با تواضع و اخلاق اسلامی رفتار کنند و از تکبر، غرور و هرگونه تعصب دوری نمایند و مشکلات مردم را تا حد امکان حل کنند.

او ادعا کرده که مواد مخدر از بین برده شده، گدایان جمع‌آوری و به افراد مستحق واقعی کمک شده است، معتادین تحت تداوی قرار گرفتند و پروژه‌های بزرگ انکشافی در مرکز و ولایات راه‌اندازی و اجرا شدند.

این سخنان در حالی مطرح می‌شود که طی بیش از چهار سال گذشته، وضعیت حقوق بشری در افغانستان به شدت وخیم شده است؛ زنان و دختران از حقوق خود محروم شده‌اند و نظامیان پیشین بارها توسط طالبان بازداشت یا به قتل رسیده‌اند.




 
16.02.2026
که امریکا پر ایران برید کوي د طالبانو حکومت دریځ به څه وي؟جدید
دآزادی رادیو

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو پراخو کړکېچونو او پر تهران د واشنګټن د احتمالي برید په اړه په محتاطانه ډول ویلي چې که ایران ترې مرسته وغواړي "د افغانستان خلک چمتو دي چې د خپل توان تر کچې خواخوږي او همکاري وکړي".

ښاغلي مجاهد د ایران راډیو له پښتو څانګې سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ په تېره ۱۲ ورځنۍ جګړه کې تهران "ګټونکی" و او که امریکا پر دغه هېواد برید وکړي، بیا به هم ایران ګټونکی وي. د طالبانو حکومت ویاند هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه او نښته ونه شي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې که امریکا پر ایران برید وکړي، کابل به د کوم لوري پلوي وکړي، ښاغلي مجاهد وویل: "لومړی موږ د دې پلوي نه یو چې جګړه او نښته وشي. که مو په یاد وي تېر ځل چې پر ایران اسلامي جمهوریت برید وشو، پایله یې دا وه چې ایران ګټونکی و. او زه فکر کوم بیا به هم همداسې وشي، ځکه ایران توان لري، ایران پر حق دی او د خپل ځان د دفاع حق لري"."

هغه زیاته کړه: "که له موږ هره غوښتنه وشي، افغانان چمتو دي چې د خپل توان مطابق د جګړې د ستونزو په برخه کې د ایران له ملت سره خواخوږي او همکاري ولري. هیله من یو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونه شي".

د طالبانو حکومت له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران سره د امریکا د کړکېچونو په اړه تل هڅه کړې چې محتاطانه دریځ غوره کړي، لکه د حکومت د ویاند همدغه ځواب، چې د "خواخوږۍ" او "د توان تر کچې همکارۍ" کلمې یې کارولې دي، هغه هم د افغانانو له لوري، نه د طالبانو د حکومت له خوا، او دوه وار یې هیله دا ښودله چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونه شي.


 
16.02.2026
په استانه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو ناسته جوړه کړېجدید
دآزادی رادیو

د قزاقستان پلازمینه استانه نن دوشنبې د (فبروري ۱۶مه) د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې د دویمې غونډې کوربنه ده.

د قزاقستان د حکومت رسمي ویب پاڼې د فبرورۍ په ۴مه د دې ناستې د جوړیدو خبر ورکړی و.

په خبر کې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د قزاقستان له سفیر بیبوت اتمکولوف سره په یوې لیدنه کې د غونډې د جوړیدو په اړه خبرې او توافق کړې وو.

دغه هېوادونه غواړي د افغانستان له لارې ځان پاکستان سره وصل کړي څو وکولای شي خپلې سواګرې اړیکې پراخې کړي، دا هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او پاکستان اړیکې هم ورغوي
طارق فرهادي

د منځنۍ اسیا څلورو هېوادونو قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان ډپیلوماټان د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټولیږي او د بحث وړ مسایل يې د افغانستان د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سربیره په دې هېواد کې د بشري بحران پر شته ننګونو خبرې اترې دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د دغې ناستې د جوړیدو په اړه ملي راډیو تلویزیون سره په یوې مرکې له ښکیلو هېوادونو د دا ډول غونډو د جوړیدو په پار مننه کړې.

د هغه په ټکو، د دوی د حکومت اړیکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پخوا پرتله په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې پراخه شوي دي.

خو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د دې ډول ناستو جوړول ولې مهم دي؟ په اړه د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، "دغه هېوادونه غواړي د افغانستان له لارې ځان پاکستان سره وصل کړي څو وکولای شي خپلې سواګرې اړیکې پراخې کړي، دا هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او پاکستان اړیکې هم ورغوي".

له ننۍ غونډې مخکې، قزاقستان او ازبکستان د مرکزي اسیا د سوداګرۍ او اقتصادي جوړښتونو سره د افغانستان د یوځای کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او دغه پیوستون يې د سیمې د دوامداره ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو له مهمو شرطونو بللی دی.

د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د تماس ډله د ازبکستان په نوښت په ۲۰۲۵کال کې رامنځته او لومړۍ غونډه يې تیرکال د اګست په ۲۶مه په پلازمینه تاشکند کې ترسره شوه.

د دغې ډله د رامنځته کیدو موخه په سیمه کې د افغانستان جیوستراتیژیک رول او له مرکزي آسیا سره یې تاریخي اړیکو ته په پام د دې هیواد پر وړاندې د یوه متوازن او همغږې تګلاره رامنځته کول دي.

د تاجکستان او قرغزستان خلاف ازبکستان او قزاقستان په تیروڅه باندې څلوروکلونو کې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، ورسره سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي دي.

په ۲۰۲۵ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه شاوخوا ۱،۶ ملیارډ ډالرو ته رسیده چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زیاتوالی ښیي

د قزاقستان او افغانستان په لومړیو اتو میاشتو کې نژدې ۳۳۸ ملیون ډالره خو د دواړو هیوادونو چارواکو لنډ مهاله او اوږدمهاله د درې ملیارډ ډالرو هدف ټاکلی دی.


 
16.02.2026
آستانه امروز میزبان نشستی در بارۀ افغانستان خواهد بودجدید
رادیو آزادی

آستانه، پایتخت قزاقستان امروز دوشنبه، ۲۷ دلو میزبان نشست گروه تماس نمایندگان ویژۀ کشورهای آسیای مرکزی در امور افغانستان است.

حکومت قزاقستان اخیراً در اعلامیه‌ای که در پیوند به دیدار سفیر این کشور در ازبیکستان با نمایندۀ ویژۀ ازبیکستان در امور افغانستان نشر کرده، از برگزاری این نشست خبر داده است.

هر چند مشخص نیست که در این نشست نمایندگان کدام کشورها شرکت می‌کنند، اما در دور قبلی نشست نمایندگان ویژۀ کشورهای آسیای مرکزی که به ابتکار ازبیکستان در ۲۶ آگست ۲۰۲۵ در تاشکند برگزار شد، نمایندگان ازبیکستان، قزاقستان، تاجیکستان و قرغیزستان شرکت کرده بودند.

در این نشست بود که بر ایجاد یک گروه تماس در سطح نمایندگان ویژه در امور افغانستان تأکید شد.

هدف از ایجاد این گروه تماس، ایجاد یک بستر منطقه‌ای مستقل برای گفت‌وگوی منظم و هدفمند در مورد موضوعات مورد علاقۀ مشترک کشورهای منطقه عنوان شده است.

در بارۀ جزئیات آجندای نشست گروه تماس نمایندگان ویژۀ کشورهای آسیای مرکزی چیزی گفته نشده است، اما این نمایندگان در نشست قبلی‌شان بر اهمیت تدوین یک رویکرد مستقل در مورد مسئله افغانستان تأکید کرده بودند.

بر اساس اعلامیۀ وزارت خارجۀ ازبیکستان، آنان همچنان بر لزوم احیا و توسعۀ روابط تجاری و اقتصادی، ترانسپورت، فرهنگی و بشردوستانه بین آسیای مرکزی و افغانستان تأکید کرده بودند.

تا هنوز مشخص نیست که از حکومت طالبان هم به این نشست دعوت شده یا نه.

طارق فرهادی، آگاه امور سیاسی می‌گوید که کشورهای آسیای مرکزی هم بخاطر نگرانی‌های امنیتی‌شان و هم برای تجارت نیاز به داشتن روابط خوب با حکومت طالبان دارند


 
16.02.2026
۲۵۰ هزار معترض برضد حکومت ایران در مونشن تظاهرات کردندجدید
صدای آلمان

به گفته پولیس آلمان، حدود ۲۵۰ هزار نفر، روز شنبه در یک گردهمایی بزرگ علیه رهبری جمهوری اسلامی ایران در شهر مونشن شرکت کردند.

صفحه اینستاگرام ما را دنبال کنید!

رضا پهلوی، پسر آخرین شاه ایران، در برابر تجمع‌کنندگان اعلام کرد که قصد دارد رهبری «مرحله گذار» ایران به سوی یک «آینده دموکراتیک» را بر عهده گیرد. لیندسی گراهام، سناتور برجسته جمهوری‌خواه ایالات متحده امریکا، نیز همبستگی ایالات متحده با مردم ایران را تضمین کرد.

رضا پهلوی که همسرش یاسمین او را همراهی می‌کرد، در میدان ترزین‌ویزه مونشن آلمان گفت: «من اینجا هستم تا گذار به یک آینده سکولار و دموکراتیک را تضمین کنم و مصمم هستم رهبری این گذار را بر عهده داشته باشم، تا روزی بتوانیم سرنوشت کشورمان را از طریق یک روند شفاف و دموکراتیک در پای صندوق‌های رأی تعیین کنیم.»

او از مردم کشورهای غربی خواست که حکومت‌هایشان را به اتخاذ سیاست سخت‌گیرانه‌تر در قبال رهبری ایران ترغیب کنند و از »چهار دهه سیاست کنترول و مصالحه« فاصله بگیرند. به گفته پهلوی، تغییر نظام سیاسی در ایران «صلح و ثبات» به همراه خواهد داشت و «بهترین منفعت اقتصادی» برای جهان غرب است.

این گردهمایی در حاشیه کنفرانس امنیتی مونشن برگزار شد. پهلوی در حاشیه کنفرانس گفته بود که مردم ایران منتظر کمک خارجی هستند و از دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور ایالات متحده امریکا، خواست به وعده «کمک» خود عمل کند. ترامپ در ماه جنوری طی اعتراضات علیه جمهوری اسلامی در ایران در شبکه «تروت سوشیال» نوشته بود که کمک در راه است و از معترضان خواسته بود که کنترول نهادها را در دست گیرند.


 
16.02.2026
ایران: د خاصو شرایطو پربنسټ امریکا سره اټومي تړون ته تیار یوجدید
دویچه ویلی

ایراني چارواکي وايي، تهران چمتو دی چې د مشخصو شرایطو له مخې امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو یوې هوکړې ته ورسیږي. په سیاسي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، مجید تخت روانچي، ویلي دي چې شرط دا دی چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت پر ایران د لګول شوو تحریمونو د لرې کولو په تړاو له تهران سره خبرو اترو ته کینی.

هغه له بریتانوي شبکې بي بي سي سره په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، وویل: «توپ د امریکايانو په مېدان کې دی او هغوی باید ثابته کړي چې واقعا د هوکړې غوښتونکي دي.» هغه زیاته کړه: «که هغوی جدي وي، زه ډاډه یم چې موږ به یوه توافق ته د رسېدو پر مسیر کې واقع شو.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د شنبې په ورځ ویلي ول چې جمهور رئیس دونالد ترمپ غوره ګڼي چې یو توافق ترلاسه شي، خو زیاته ېې کړه چې ایران سره یو توافق ته رسېدل «ډېر ګران» دی.

نور ولولۍ: ترمپ: له ایران سره مذاکرات ښه وو؛ تهران د توافق غوښتونکی دی

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ «د ۲۰۲۶م کال د فبروري ۱۷مه) په ژنیف کې د عمان په منځګړيتوب د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات پیل شي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عماني منځګړو په مرسته، د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ستیف ویتکوف او د ترمپ له زوم جورج کوشنر سره د عمان په مسقط کې خبرې کړې وې.

د تهران او واشنګټن د دريځونو ترمنځ ډېر واټن موجود دی. ایران غواړي یوازې د خپل اټومي پروګرام او د تحریمونو د لرې کولو په هکله مذاکرات وکړي. خو امریکا د لا پراخو مذاکراتو په لټه کې دی او د ایران د غوښتنو علاوه غواړي د ایران د بالستیک توغندیو او له وسله والو ډلو څخه د دغه هېواد پر ملاتړ هم خبرې وکړي لکه په لبنان کې له حزب الله او په غزه کې له حماس څخه د ایران ملاتړ.

نور ولولۍ: عراقچي: په عمان کي د ايران او امريکا غير مستقيمي خبري «ښه پيل» وو

ترمپ په کراتو ګواښ کړی چې توافق ته د نه رسېدو په صورت کې به د ایران پر ضد پوځي حمله وکړي. متحده ایالاتو تر دې مخکې خپلې څو جنګۍ بېړۍ سیمې ته استولي دي.

ایران هم د حملې په صورت کې د متقابل ځواب اعلان کړی او د فارس خلیج عرب هېوادونو ته ېې چې د امریکا پوځي اډې په کې دي، خبرداری ورکړی که د ایران پر ضد د امریکا په حمله کې دخيل وي، په نخښه به ېې کړي.

امریکا متحده ایالات او یو شمېر نور هېوادونه له مودو راهیسې ایران تورنوي چې د غیر پوځي اټومي پروګرام تر نوم لاندې، د اتومي وسلو د جوړولو په لټه کې دی. د ایران حکومت دغه تورنه ردوي.

امریکا د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په ۲۰۱۸ کې ؛ هغه تړون چې موخه ېې د اټومي وسلو له جوړولو څخه د ایران مخنیوی و او پر دغه هېواد ېې تحریمونه بیا وضع او شدید کړل. ایران هم نور ځان خپلو ژمنو ته پابند ونه ګاڼه، او خپل د یوارنیمو د غني کولو یا بډاینې بهیر ته ېې شدت ورکړ.