تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2023-12-26T23:00:00Z

اسم

عمر توخي

محل سکونت

سوېډن

تبصره

محترم احسان لمر سلامونه مي ومنه، او نوی عيسوي کال دي هم درته مبارک او بختور وي۰
ستاسو خبره مي ډېره خوښه سوه، په دې خاطر چي هم منطقي وه او هم علمي، " و دوم فرض کنم میوندوال کودتا میکرد، آیا به سلسله جنگها و برادر کشی های اولاده سردار پاینده محمد خان مرحوم، آیا کودتا هم از خانواده سلطنتی جایز و مورثی بود و به دیگران خیانت محسوب می شد.).
په پښتو کي یو متل دی وایي " قاضي خپله ۰۰۰۰ ورکول، اما نورو ته یې نصیحت کوی"۰ هغوی چي خپله يې کودتا کړې وه، اما نور يې د کودتا په دروغجن تور اعدام ته خېژول۰
يوشی چي زه بايد ووايم هغه دا چي د مرحوم ميوند وال د کودتا د اتهام او د هغه د تحقيق او د ټوله دغه جريان په اړه، که څه هم زه په لسم صنف کي وم، مګر په هغه وخت کي هر عاقل او نورمال انسان ته دا معلومېدل چي يو دسيسه او توطيه په مينځ کي ده، د تحقيق او د هغه د پخش په اړه زښته ډېر سوالونه د خلګو سره پيداوه، خو د جواب څوک نه و۰
د مساوات و نمايندګی ته په کندهار کی په هرات دروازه کي زما مشر ورور يوه خونه ورکړې وه، او هلته هره هفته د مساوات غړو جلسې کولې، چي د هغې جملې څخه دوه کسان چي د ويښو زلميانو غړي هم وه، مرحوم عبدالهادي خان توخي او مرحوم بڅرکی هم د مساوات غړي وه، دوی زندانونه هم تېر کړي وه، البته په شاهي دوره کي۰
ما شخصاََ د مرحوم عبدالهادي بحر څخه پوښتنه وکړه چي تاسو په کودتا خبر واست؟ هغوی ويل چي دا کاملاََ يو دسيسه وه، مرحوم داود خان د جمهوريت زېری وطنوالو ته ور کړی و، نو د جمهوریت په مقابل کي څوک کودتا ولي کوي؟ هر وخت چي یې انتخابات اعلان کړي وای، موږ به هم د انتخاباتو د لارو خپله مبارزې ته ادامه ورکولای. نو د دسیسې او توطیې ثبوتونه تر لمر روښانه دي، هغوی چي پر دغه خبره ټينګار کوي هغوی رنګارنګ تکليفونه لري او خدای دي شفا ورکړي۰
زه به د قیامت په ورځ هم شاهدي ورکړم چي مرحوم میوندوال کودتا نه کول، ځکه چي هغه په ديموکراسي او ټولنیز مساوات ايمان درلودی. هغه کودتا د لېونیو او بې منطقو خلګو کار ګڼئ۰
نوی کال دي بیا هم ټولو ته مبارک وي۰


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/Sweden.png
ساخته شده در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823