تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2023-12-27T23:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​د وطنوالو د تبصرو په رڼا کی

پدی ورځو کی می د شاغلو احسان لمر، واحد جان حیدری، توخی صاحب او کاسی صاحب، تبصری د مرحوم میوندوال د نام نهاده کودتا په مورد کی ولوستی.

ماته د شاغلی واحد جان حیدری لیکنه چی یو نوع اعتراف او نرمش په کی لیدل کیده، د قدر وړ ښکاره شو.

زما اټکل دا دی چی د میوندوال د کودتا دسیسه، هم  د افغانستان، او همدارنګه د سردار صاحب داؤد خان د دشمنانو کار وه چی په ډیر مهارت او د کی جی بی په سویه طرح شوی وه.

علت دا دی چی د وطن دشمنانو نه غوښتل چی د مرحوم داؤد خان او مرحوم میوندوال په مینځ کی نژدی همکاری او تعاون او نژدیکت را مينځ شی، د داسی تعاون په صورت کی د سردار صاحب جمهوریت د یوی خوانه مظبوط کیده او د بلی خوانه، د دولت مشی، د مرحوم شفیق د حکومت په څیر، د شوروی اتحاد د اقتصادی او سیاسی او کلتوری نفوذ څخه، فاصله نیوله، چی دا کار د دولت په انګړ کی د شوروی د مهرو او آقتدار غوښتونکو او د شوروی دولت دپاره د هضم وړ نه وه.

مرحوم ملک خان هم د همداسی یوی پالیسی او دسیسی په نتیجه کی قزبانی شو. څه وخت چی ملک خان د زندان نه راووت، زه د هغه لیدو ته ورغلم، هغه د خپلی بی ګناهی خبری کولی، ملک خان وویل چی زما هدف د شرق او غرب دواړو نه د هیواد دپاره ګټی اخستل وه.

داخلی شوروی ګوډاګیانو، د داؤد خان سره په کودتا کی مرسته کول تکتیکی جنبه درلوده، هغوی غوښتل چی د یوی مؤقتی دوری څخه به وروسته ټول اقتدار په لاس کی اخلی.

هغه د دری ژبه وینا ده چی :(با یک تیر دو نشان) یعنی لمړی باید میوندال او مرستیال صاحب تورن جنرال خان محمد خان او نور ملی شخصیتونه د سردار صاحب د رژیم لخوا له مینخه ویوړل شی او بیا به د سردار صاحب رژیم نسکوریږی.

پدی حساب به وطن، د هیواد د داخلی او خارجی دشمنانو دپاره شغالی شی.

موږ په خپله ملتی او جنتی لویه ژبه کی یو متل لرو چه :( سل دی ومره، د سلو سر دی مه مره)

سردار صاحب او میوندوال او شفیق زموږ د ټولنی د سر تاجونه وه، د شمنانو زموږ د ټولنی د سر نه، دا مرصع تاجونه په تاراج ویوړل او ملت سر لوڅی او بی تاجه پاتی شو.

ای وای وطن وای

د کاسی صاحب خدمت ته باید عرض وکړم چی د مساوات د اخبار محتویاتو له نظره، د یوه دایر ۀ المعارف  حیثیت درلود، د هغه وخت ټول اخبارونه لکه روزګار، افغان ملت، صدای عوام، پیام وجدان، جبهه ملی، اتحاد ملی، ګهیځ، پیام وجدان او نور که سره یو خای شی د مساوات د اخبار د غښتلی محتویاتو سره سمون نه خوری.

زه هره هفته د مساوات د اخبار د تر لاسه کولو لیواله وم.

مننه

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823