تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2023-12-29T23:00:00Z

اسم

عمر توخي

محل سکونت

سوېډن

تبصره

د محترم کاسي صاحب او محترم مومند صاحب څخه منـنه کوم چي د مرحوم میوند وال د کودتا د تور په اړه يې خپل نظر او د هغه وخت د ځنو اړوندو او خبرو اشخاصو مستندي خبري زموږ سره شريکي کړې، تاسو ته د صحت او خوښۍ ارزو لرم۰  

او محترم حيدري ته بايد وویل سي چي حقيقت په دروغو او اتهاماتو نه پټیږي، د محترم احسان لمر د خبرو په تاييد چي د ميوند وال قتل ک ج ب د خپلواجنټانو په واسطه سرته ورسوی، هغوی تر اوسه ژوندي دي اما د اعتراف جرآت او همت نه لري چي خپل وجدان او ضمير ته مخ کړي او اعتراف وکړي چي دا جنايت دوی سرته رسولی دی۰

څوک چي سياست کوي او هيڅ دريځ يې نه وي معلوم او هره ورځ لکه ماش يو خوا او بلي ته ګېليږي، بايد په ملي تاريخي مسايلو کي خبري ونه کړي، د ميوند وال پر مرګ ژړل او پر هغه د کودتا اتهام ته توجيهات پيداکول او لټول په څه معنیَ؟

پرچمیان که ادعا کوي چي موږ کودتا نه کول، هر چاته معلومه ده چي هم د سرطان او هم د ثور په کودتا کي دوی فعاله ونډه او د کودتاو اصلي لوبغاړي وه او د افغانستان د ویرانی او بربادی بنسټګران او د ميوندوال قاتلين هم دغه د ک ج ب اجنټان وه۰
د پرچمیانو جنایاتو ته تاسي پرتوګونه جوړوی چي پټ يې کړی، مګر پېغور يې هغه چا ته ورکوی چي پنځه کاله يې زنداني کړی و۰
تاسو غواړی چي پر مرحوم میوندوال د کودتا کاذب اتهام ثابت کړی او پرچمیانو ته چي دا جنایت یې سر ته رسولی دی برآت ورکړی او بیا نارې وهی چي خلقیانو او پرچمیانو جنایات کړي دي. ستاسو په دغه متزلزل او بې ثباته دریځ دا سوال پیداکیږي چي تاسي کومه نقشه والا یاست؟
د افغانستان په آبادی هر افغان د زړه له کومي خوشحالیږي، خو په هغه صورت کي چي د یو څو مادي او نمایشي کارونو په بدل کي مي څوک د وطنه څخه چړيخانه او پاګلخانه جوړوي هیڅکله به چکچکي ورته ونه کړم او یوه زره د خوښی احساس هم نه کوم.
وطن په علم او پوهه جوړیږي نه د مزخرفاتو په دروغجنو خوبونو.
د انګرېز پنجاب پنځه اویا کلن سیاست چي د پښتنو او بلوڅو په مقابل کي يې په پښتونخوا کي سرته رسوی اوس افغانستان ته را انتقال کړی دی او هر جنایت چي سرته رسوي څوک څه نه سي ورته ویلای وایي موږ جهاد کړی دی. عیني کارونه چي هلته سرته رسېدل اوس دلته شروع دي، بېموجبه نیول، ټکول، زنداني کول، وژل او د مړي غورځول او په زرهاو نور جنایتونه چي د پنجابي غیر انساني اعملو کاپي دي په افغانستان کي سرته رسیږي.
د ریکشا او ایفون یادونه دي نه پوهيږم چي څه مفهوم لري، خو که دي اشاره کومو وطن فروشانو ته وي، نو د هغو جاسوسانو پر حالت افسوس راځي چي خپل وطن په ریکشا او ایفون پلوري.

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/Sweden.png
ساخته شده در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823