تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2023-12-29T23:00:00Z

اسم

عمر توخي

محل سکونت

سوېډن

تبصره

محترم عبدالباري جمال ته دي زما سلامونه هم ورسیږي، زما د پلار نوم امیر محمد او خلګو حاجي امیر جان ورته ویل، البته زما پلار ډېر مخته وفات سوی، او د کندهار منورین اکثریت یې زما د وړونو او زما د اکا د زامنو سره کښېنستل، که دي په یاد وي د ملګرو ترانسپورت سرویسان چي پکښي درېدل دا سرای زموږ و، او دنـنه په سرای کي يو دکان مو دفتر او د ټولو د بانډار ځای و، بیا یې په همدې سرای کي یوه لوړه خونه د مساوات نمایندګی ته ورکړه چي دوی به هره هفته هلته جلسې کولې او مخته تردې چي جلسه شروع او ټوله حاضرسي، همدلته به یې مجلس او بانډار کوی. د مرحوم عبدالهادي خان سره یې دوه مشر زامن چي اوس په کاناډا کي دي د هغوی د بانډار او ناستي ځای هم دلته و، همداسي د جیلاني خان او مشر زوی، د رشاد صاحب ورور قدوس نجیب چي مشران چي اوس نسته خدای دي ټول غرق رحمت وګرځوي. مرحوم بڅرکی او ځنو نورو مشرانو فقط د جلساتو په ورځ تشریف راوړی۰ 

د کودتا د اتهام د اعلان په شپه د شپې لس بجې شاوخوا زموږ د کور دروازه وټکېدل، ما چي وکتل، د مرحوم عبدالهادي خان زوی عبدالباري و، ویل حاجي اغا ( مرحوم عبدالهادي خان) وایي چي د نمایندګی لوحه ایسته کړی او هغه خونه پر مخ خالي کړی، په هم هغه شپه موږ ورغلو او خونه مو خالي کړه.


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/Sweden.png
ساخته شده در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823