تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2023-12-30T23:00:00Z

اسم

AKHTAR YUSUFI

محل سکونت

USA

تبصره

د نوی کال د مبارکی پیغام!
گرانو معززو خویندو او وطنوالو تاسو او ستاسو درانو کورنیو ته د ۲۰۲۴ نوی میلادی کال د راتگ مبارکی وایم. 

هیلمن یم چی تاسی په نوی کال كښی په روغتیا او سلامتی سره نوی کال هم سپری کړی. زموږ غملړلی ټاټوبی د تاریخ عجبه  تور سره، شین او سپین پاڼی لری.شیخ بایزد او دده کورنی یونیم سل کاله دمغلو او جهالت سره په مړانه وجنگیدل. زموږ میړنی اولس د روښانی د دورې څخه وروسته بیاهم یو نیم سل کاله د یرغلگرو سره په میړانه جنگیدلی دی، ابدالیانو او د هیواد د نورو میړنی قامونو د احمدشاه بابا تر مشری لاندی، د لنډ مودې دپاره نړی ته وښیودل چی موږ په هیواد  کښی د ژوند حق، پوره استعداد او وړتیا لرو. 
مگر پدی وروستی سلو کالو کښی، گران افغانستان د پردو جگړو کښی ښکیل په خاورو او ایرو بدل شویدی، اوس موږ ته داسی شی پاته  شوی ندی، چی ستاسو و حضور ته د ښه زیری په توگه خبر درکړم. اوس له بده مرغه ددی جگو غرونو او د هوارو دښتو کښی پراته هیوادوالو هر چا بخیلی زموږ  په جگو  غرو باندی کیږی. د تاریخ په اوږدو کښی بیشماره یرغلگر که عرب، اسکندر، چنگیز، مغل، انگریز، روسان وه راغلل، مگر زموږ میړنی اولس په میړانه سره غلیم دخپلی خاوری څخه شړلیدی. اوس زموږ د توره بخته ځخه پدی وروستیو درو لسیزو کښی زموږ اولس د پردیو په جگړو کښی داسی ښکیل شوی، چی زموږ هیواد او اولس هرڅه درلودل، له لاسه ورکړېدی.

اوس په نړی كښی د افغانستان ټول غلیمان زموږ د مظلوم اولس پر ضد لاسونه یوکړیدی، غواړی چی زموږ هیواد او تاریخ بیخی له منځه یوسی.

بیا هم د اومی پیړی هغه عرب یرغلگر، ترکان، ایرانیان، او د انگریزانو په لاس جوړ شوی پاکستان چی زموږ پر پاکه خاوره باندی جوړکړیدی، دهشتگر یی راوستلی، دگران هیواد پر خلکو حکومت وحشت د وسلو په زور تحمیل وی. طالبان د پردیو  وحشی مزدور دی وایی، چه افغانان خاوره په ایرو باندی بدل شی، د پردیو مزدور طالب دهشتگر ترغوږو پوری د پردیو په سلاگانو سمبال دی، طالب د پاکستانی استخباراتو په حواله وایی چی دافغانستان داومی پیړی دعربو پشان د خاورو او ایرو څخه جوړ ؤ. اساسی پوښتنه خو داده چی افغانانو په پنځلسم پیړی کښی د جهالت پر ضد تر اوس ډیر ښه جنگیدل، مگر اوس اوه سوه کاله وروسته د جهالت پر ضد نه جنگیږی. 

په پنځلسم پیړی کښی مغلانو د اخنددرویزه پواسطه تبلیغ کاوه چی ښځی تر څو چی د عمر له پلوه ښیخ فانی نه وی، دنارینو سره د یو ځای د جماعت لمونځ کولو حق نلری. یواځی شیخ فانی ښځی د جماعت لمانځه په کتارکښی باید د هلکانو تر شا ودریږی. ښیخ بایزید روښان داخند درویزه او دمغلو پرضد ویل چی ښځی حق لری چی د نارینو سره یوځای بیله د عمر د توپیر څخه په جماعت کښی خپل لمونځ وکړی. اوس په دوه ویشتم پیړی کښی پاکستانی استخباراتو افغانستان ته خپل کرنیل هیبت الله را لیږلی دی، وایی چی افغان نجونی او میرمنی د عصری تعلیمات حق نلری. دوه نیم کاله کیږی چی په افغانستان کښی طالبانو د ښځو عصری تعلیماتو ټول مرکزونه دروازی بند کړیدی. طالب دهشتگر وایی چی افغان نجونی او ښځی یواځی دهشتگری په مدرسو ته کښی د دینی تعلیم د زده کړی حق لری، اوبس.

دجلالالدین حقانی وراره خلیل الرحمن دپاکستانی استخباراتو ته یو نږدی مزدور، په تیر هفته کښی اعلان وکړ، چی په د دوی په دینی مدرسو کښی باید جگړیز تعلیمات ژر پیل شی. دطالبانو دامارت په واکمنی کښی نور نو دافغانستان تاریخ دیو هیواد په توگه وجود نلری. اوسنی افغانستان یواځی ددهشتگری تعلیماتو دایمی مرکز دی.

بریالی اوسی پدرنښت 
ا. یوسفی

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 03.01.2024 18:56 توسط 1073741823