انجمن حقوق دانان افغان در اروپا !! یا بی عمله ملایان
دی انجمن چی یی په مورد او ماهیت کی څه خبری سته، یوه ابلاغیه صادره کړی ده او د اساسی قانون په موجودیت او ملی او نړیوال اهمیت یی تبصری او وضاحتونه لرلی دی،
خبره خلاصه کوم او هغه داچی د افغانستان په ټولو اساسی قوانینو کی د هیواد دوه ستری ژبی یعنی ملتی پښتو ژبه او دری معتبره درباری ژبه، د رسمی ژبو به حیث پیژندل شوی دی،
ولی دا پورتنی حقوق پوهان د خپلی اعلامیی په صادرولو کی د افغان ملت د قومی اکثریت (پنځوس فیصده ) پښتو ژبی حق ته د اساسی قوانینونو د مصرحاتو برخلاف په سپکه او د (دختر همسایه خلموک) په سترګه کتلی دی. داسی حقوق پوهانو ته باید د ملای بی عمل به سترګه وکتل شی.
داسی عمل به هیواد او نړۍ کی د ټولو پښتنو او د هغوی د ثقافتی حق، اهانت او سپکاوی ګڼل کیږی.
د ابلاغیی شروع په دی الفاظو کیږی:
بنام خداوند حق و عدالت
که دا حقوق پوهان په خدای او د هغه په حق او عدالت او همدا راز د هیواد په ټولو اساسی قوانینو اعتقاد ولری نو باید خپلی ټولی ابلاغیی او اعلامیی به دواړه رسمی ژبو خپری کړی. او خپل احترام او صداقت، لوی خدای او قانون ته څرګند کړی.
زه د یوه صادقانه، شرافتمندانه او علمی ځواب. هغه هم د پشتو په ملتی ژبه انتظار باسم.
خوش بود ګر محک تجربه آید به میان
مننه