فیدرالی چیغی او د "همه شمول" ډنډوری!
اساسٱ کله چی په ۱۹۱۹ میلادی کال کښی د افغانستان د ولس سیاسی آزادی د امان الله خان پاچا لخوا اعلان شو، انګریزانو حبیب الله د سقاو زوی یو غل په مستقیم ملاتړ واک ته ورسول. انګریزان دافغان میړنی اولس د سیاسی آزادی اعلان دعکس العمل څخه په خاص توګه په هندوستان کښی د انګریز وایسری ډیر وبیریدل، انګریزانو زموږ دهیواد یو برخه یی د امیر یعقوب خان بیا د عبدالرحمن د پاچاهی پر وخت د ډیورنډ لین پواسطه قبضه کړی وه. د انګریزانو سوچ دا ؤ، که چیری افغانان خپله قبضه شوی خاوره بیرته آزاد کړی، نو به د انګریزان نوی شوم پلان "سلامی"پاکستان دجوړولو نقشه به نیمګړی پاته کیږی. د افغانستان د دښمنانو یواځنی هدف دا نه ؤ چی د سقو زوی یو ساده غل پر تخت کښینوی، چی بیت التمال چور کړی، ترقی پسند مخور هیوادوال توهین کړی، او یا د امان الله خان د سریع فرهنګی تحولاتو نیمګړتیاؤ چی د خلکو منلو وړنه ندی اصلاح کړی. دانګریزانو مهم هدف او شوم پلان دا ؤ چی د افغانستان متحد شریف میشته قومونو تر منځ بی اتفاقی او بیلوالی راولی. په افغانستان کښی د بی اتفاقی او بیلوالی د پلان پیلی کولو په صورت کښی نو به افغانان خپل ترمنځ په کورنی جګړو او تربورګلوی، د مذهیی توپیرو باندی په جګړه اخته شی، نو موږ به د "اسلامی" پاکستان د جوړولو پلان بیغمه ترسره ورسوو. موږ به دهندوستان څخه ووځو، نو زموږ "اسلامی" پاکستان کامنویلیت به په آسیا او نړی کښی زموږ ګټی به زموږ د حضور پرته ښه وساتی.
په اوسنی افغانستان كښی ۲۰۰۱ د دسمبر میاشتی د بن کنفرانس چی د بهرنیانو لخوا زموږ د هیواد د قومونو او مذهبوی د خیالی برخو ویښ پر بنیاد حکومت جوړ کړل، د راسیزم د فلسفی پراساس زموږ د هیواد د یوالی پرضد د ښمنانو هغه مرداری د انګریزانو شوم پلانونو د توطیو دوام دی. بهرنیانو او د دوی کورنی مزدور دښمنانو د خپل پنځو لسیزو د جګړو په درشل کښی، په خاصه توګه د دوی شل کلن په حضور کښی حضور کښی په بیساری توګه د بیلوالی تلاشونه شدت موندلی دی. پاکستان د بهرنیانو په شل کلن حضور کښی د ډیورنډ د کرښی د افغانستان د خاوری په دننه کښی په کابل کښی د خپل ګوډاګی دولت د موجودیت مرسته خپل اغزن د اوسپنو دیوال جوړ کړیدی. دبیلتون غوښتونکو فیدرالی حکومت چیغی او ناروا توطیی چی د هیواد دبهرنی او کورنی دښمنان لخوا بیا پیل شویدی، غواړی چی په همدی بهانو سره افغانستان تجزیه کړی. د بیلتون غوښتونکو فیدرالی حکومت شوم پلانونه د هغو متحد وړونه قومونو او مذهبونه ترمنځ دی کوم چی دوی د تاریخ په اوږدو کښی ددوی د تول او ترازو کاڼی هم ګډی دی، مګر مزدور بیلتون غوښتونکی غلامان غواړی چی بی اتفاقی او تجزیه د افغانستان پر خلکو باندی د چګړی د وسلو په زور سره تحمیل کړی.