کاسي صاحب محترم، ستاسو درد د ټولو باوجدانو او باشرفه افغانانو درد دی، دغه د پنجاب مزدوران تر هغه هم پست خلګ دي کوم چي تاسو ياد کړي دي.
دوی د جمهوريت د شمالي ټلوالي او د کرزي د لنډه غرو د جنايتونو د ريکارډ و ماتولو ته ملا تړلې ده او داسي معلوميږي چي اوس په جناياتو او بې ناموسيو کي تر هغوی مخته سوي دي۰
هيبتي ځناور د ټول وطن په ګوټ ګوټ کي د افغاني مېرمنو سره د همدغه پنجاب په امر تر پنجابي پوليسو هم بدتر او وحشي تره چلند کوي، په ويډيوګانو يې ټولي رسنۍ ډکي دي۰
کاش دوی او طرفدارانو يې انساني شعور درلودلای، شپاړلس مياشتي کيږي د مکتبونو، کار، فعاليت او حتیَ د ښځو پر تګ او راتګ يې بنديزونه لګولي، دا دومره غټ او عظيم جنايت دی چي کلمات يې نه سي تشرېح کولای، خو ځني نېکټايي پوشه ډاکټران او خواخوږي يې په دې خوشحالي ښکاره کوي چي موږ امير غايب وليدی او د خلګو فکر و دغسي پوچو مسايلو ته اړوي۰
د بولدک او تور خم پر باډرونو مو هره ورځ په زرهاو وطنداران ښځي او نر، ځوانان او زاړه بې عزته او توهينيږي چي اخري پېښه درې ورځي مخته پېښه سوې وه چي يو پنجابي پوليس و يوې افغاني خور ته لاس اچولی و۰
د ټولو بادردو افغانانو زړونه همداسي د غوسو ډک دي، ستاسو يې کور ودان چي ږغ مو پورته کړ، جوړ اوسی