د درنو شخصیتونو دروند والی
زموږ په خواره، بی وزله ملتی ژبه کی چی د هیواد د پشتون ډوله او بی پختوګی پادشاهانو لکه په «اصطلاح درانی تیمور شاه» نه رانیولی، د (دختر همسایه خلموک) په سترګه ورته کتل شوی دی، یوه غوره متل لرو چی ؛(ړوند د خدای نه څه غواړی؟ دوه سترګی)
ماته زما د ماتو ګوډو لیکنو په ارتباط کومی تبصری چی د قدر وړ شخصیتونو لکه د ژب پوهنی لوی او عالیمقام استاد، ګرا ن معروفی، روښان ضمیره نقاد الله محمد خان، بیاوړی او منلی لیکوال او مهربان دوست اختر محمد خان یوسفی او وطندوست او حق پالونکی عنصر، عبدالستار خان صمدی او نورو محترمو ذواتو کړی دی، ماته د هماغه پورتنی متل په حساب (ړانده ته د دوه سترګو خدایی انعام) حیثیت لری.
هغه انعام چی تر هغی پورته انعام اټکل نشم کولای.
موږ یو بل متل هم لرو چی (خدای د حقی طرفدار دی)
داسی څرګندیږی چی دا درانه شخصیتونه، د لوی خدای د حق پالنی صادق او رښتینی پلویان او پهلوانان دی.
افتخار د داسی شخصیتونو په حق پالنه او صداقت
په مینه او محبت او احترام