تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2022-12-20T23:00:00Z

اسم

دوکتور غروال

محل سکونت

ویانا

تبصره

محترم جلیل غنی ،  د تاسو محترم څخه د ما له خوا د تاسو نام او تخلص مخلوط کیدو  باره کښی ځان ډیر خجالت احساس کوم  او امید لرم چی  د ما دی غټی اشتباه او بی پروائی بخشنه راته وکړی !!! 

او وروسته ،   د تاسو دا جمله ً هر دو زبان توسط تمام مردمان افغانستان تمرکز ندارد ٍ ثابتوی چی دواړو رسمی او ملی ژبو ته باید په مساوی سترګه ونه لیدل شی بلکه  یوه ژبه کامل رسمیات لری  او باید د هر افغانی او افغان زده وی او بله ژبه نیمه رسمیات لری نو دزده کړی ضرورت ورته نشته ، د تاسو داسی افادی څخه څرګندیږی چی د پښتو ژبی رسمی یاده یوازی د نمونی بڼه لری  او زده کړی ته ئی ضرورت نه لیده کیږی  ځکه د افغانستان قوانینو کښی دا ندی ذکر شوی  د تاسو داسی نا معقوله افاده ثابتوی چی د پښتو ژبی رسمی یاده یوازی  سمبولیک شکل لری او بس  اما تاسی محترم او د تاسو همقطاران  شعوری دا ستره اشتباه دی  چی  ددو ژبو رسمی کیدلو څخه دوه مختلف تعریفونه راپیداکوۍ او دا هم پوره واضح دی چی هره ژبه ځان ته قوانین او قواعد لری دا کومه نو ی خبره ندی!!! د ما تنقید پر تاسو او دتاسو همقطارانو باندی د تاسو بی ځایه او تعصبی حساسیت له خاطره دی کوم چی  تاسی د خپل تعصب شعارلاندی  ً تهاجم فرهنګی چیست ٍ  وړاندی کړۍ دی !!!!

محترم هروی  صاحب مونږ او تاسی صادق اتفاق او اتحاد ته اشد ضرورت لرو د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال او د افغان ملت تباهی د اجنبیانو په تام کومک د غلامو کمونیستانو ، غلامو تنظیمونو او غلامو طالبانو له خوا تر اوسه دوام لری او ددی بدبختی خاتمه نه لیده کیږی نو ټولو صادقو او اصیلوا فغانانی او افغانان لاسونه سره یو کړی او په کامل اعتماد سره  په یو عږ د ملت دردناکه  اواز  خارجی ممالکو کښی تیت کړی تر څو افغانستان کښی موجود حرکت خپله مبارزه علنی کړۍ شی او افغان غیرتی ملت ددی تربیه شوو په نوبت راوستل شوو وحشیانو څخه ژر تر ژره نجات پیدا کړی  او د اجنبیانو لاسونه قطع کړۍ شی !!!
د محترم جلیل غنی تعصبی حساسیت ځای نشی نیولۍ !!!!!


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/AT.png
ساخته شده در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823