تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2022-12-22T23:00:00Z

اسم

دوکتور غروال

محل سکونت

ویانا

تبصره


​اول محترم جلیل غنی ته سلامونه وړاندی کوم او وروسته د تاسو روښنائی لپاره  دا لاندنۍ اوږد معلومات وړاندی کوم :  

 کله چی زه په ۱۹۶۲ کال کښی د المانی ژبی زده کړی لپاره المان ته داخل شوم نو د ستر هیجانی تعجب سره مخامخ شوم یعنی ما کابل کښی په فیلمونو کښی د جهانی دوهم جنګ المان او اطریش د روس ، امریکا ، انګلیس او فرانسی له خوا تامه خرابی لیدلی وه او المان او وروسته اطریش ماته داسی ښکاره شو ل لکه چی دی ممالکو کښی جهانی دوهم جنګ هیڅ صورت نه وی موندلۍ نو ددی لیدو سره ما خپل احساسات نشول کنترولای او فورآ می مرحوم محمد ظاهرشاه او دده کابینی ته د شکایت لیکونه مارش کړل او ورته نوشته شول چی افغان ملت صادق تعلیم یافته لری او افغانستان په معدنی موادو ډیر مشبوع دی او باید پاکو او صادقو افغانانی او افغانانو ته د کار موقع ورکړۍ شی او دا چاپلوسه او منافق اشخاص د حکومتداری صحنی څخه خارج شی او مکتبونو کښی د نجلیو او هلکانو ته رسمی او ملی ژبی پښتو او دری ته داسی شرائيط برابر کړۍ شی چی ددولسم ټولګی فارغ کیدو څخه دا نجلۍ او هلکان په دواړو ژبو مکمل قادر وی او پدی ترتیب به هم دواړه ژبی مساویانه شکل ونیسی او هم به ددی له لاری نفاق اچولو دروازی بندی شی ما دی لاره کښی ناستومانه د نوشتو په وسیله هلی ځلی وکړی چی بالاخیره د ما بورس ئی راباندی قطع کړ او افغانستان ته د تګ ټکټونه دوه ځلی راغلل اما ما ځان تسلیم نکړ او خپل تحصیل ته می دوام ورکړ او د خپل تحصیل  تکمیلیدو لپاره   می په رنګا رنګو کارونو هم شروع وکړه چی باالاخیره تحصیل می موفقانه خلاص حتی دفزیک دوکتورا جریان کښی د اطریش لیسو کښی می د معلمی کارهم پیل کړ لنډه دا چی وروسته له تحصیل څخه د اطریش ریاکتور مرکز سایبسدورف کښی اسیستان شوم، په ۱۹۷۳ کال کښی د لیونی شهید محمد داؤدخان کمونیستی کودتا ( د ملی خائین او د کی جی بی جاسوس  حسن شرق په مټو ) صورت وموند ماته دده فرعونی دبی رحمی رفتار او د قدرت حریصی په قندهار او ننګرهارکښی پوره معلومه وه نو دده راتګ ته کمونیستی افغان غلامان په اروپا کښی ډیر خوشحاله وو او ډیر کابل ته ولاړل نو په ۱۹۷۹ کال ابتدا کښی مرحوم توریالی اعتمادی ( ما د هغه سره ، مرحومو دوکتور پوپل صاحب او دوکتور حامد صاحب سره مسلسل تماس درلودل) د پاریس څخه تلیفون وکړ او ویل ئی چی روم د ستا تلیفون نومری په لټه کښی دی او ګمان کوم چی روم معلومات پیداکړۍ چی مونږ دواړه تماس سره لرو ایا د تا تلیفون نمبر دوی ته ورکړم ؟ نو ما تپوس ورڅخه وکړ چی ولی د ما تلیفون نومری پوښتنه کوی ؟ نو هغه محترم وویل چی د افغانستان موضوع باره کښی دی نو ماورته وویل چی بلی د ما تلیفون نومره ورکړه نو څو ورځی وروسته مرحوم جنرال عبدالولی تلیفونی تماس ونیو او وئی ویل چی حضوری اعلیحضرت غواړی د ستا سره لیدنه وکړی او لطفآ روم ته راشه نو ما ورته وویل چی بلی روم ته درځم اما دوه میاشتی وروسته ما دی دو میاشتو کښی د مرحوم محمد ظاهرشاه اعتماد درلودلو لپاره افغانستان کښی په ډیر احتیاط سره تماسونه ونیول او هغوی وروسته له څو هفتو معلومات راکړ چی اکثریت بی سواده دده راتګ افغانستان ته استقبال کوی نو وروسته له معلوماته روم ته ولاړم او مرحوم محمد ظاهرشاه د رغبړ جریان کښی وویل چی د ستا انتقادونه په ځای وو او معذورت غواړم چی د ستا بورس هغه وخت قطع کړۍ شو اما نظر و معلومات ته د خپل نیکه او دده وروڼو په شان عزم کښی ټینګ ئی او روس افغانستان کښی پاتی کیدۍ نشی مونږ او تاسی باید کوشش وکړو چی پاکستان او ایران کښی تش په نامه تربیه شوی مذهبی ګروپونه حکمرانی تر لاسه نه کړی او تاسی باید افغانستان ته ولاړشۍ نو ما ورته وویل چی زه د کمونیستانو مینځ کښی ددوی مخالف شخص په حیث مشهور یم نو هغه وویل چی مونږ د ستا استقامت او زیرکتیا برخه کښی پوره معلومات تر لاسه کړۍ او د تاسو کورنۍ شجاعت او صداقت می مسلسل د خپل پلار څخه اوریدلی دی ولو چی تاسی خپل جنت خان غروال هم د چاپلوس په سترګو لیده اما هغه پاک امامحتاط کار ه دی ، لنډه داچی ما هم دا موضوع ( په ویانا کښی د خپلی مرحومی میرمنی ( اطریشی ویانا ) سره شریکه کړه نو هغی وویل چی چیری چی ته ځی زه هم درسره ځم نو د ما میرمنی خپل مور او پلارسره د مونږ تګ موضوع افغانستان ته شریکه کړه اوددی مور فورآ د وکتور کرایسکی ( د اطریش صدراعظم وو ) سره تماس ونیو او ورته ویلی ئی وو چی د مونږ لور د مونږ یوازنۍ اولاد دی اوس ئی افغان میړه غواړی چی د مونږ لور افغانستان کښی سر ه اورته د ځان سره بوزی نو د محترم دوکتور کرایسکی سکرتر ماته د اطریش ریاکتور مرکز ته تلیفون وکړ ( زه حیران شوم چی دوی له کومی خوا پوه شوی وو چی زه دلته کار کوم اما وروسته مرحومی میرمن راته وویل چی د تا تلیفون نومره ما دوی ته ورکړه ) او راته وویل شول چی دوکتور کرایسکی غواړی تاسی سره لیدنه وکړی نو وخت راکړۍ شو او دلیدو وخت کښی راته وویل چی ما د ستا موضوع کور کښی یاده کړه نو زوی می راته وویل چی هغه افغان انقلابی د ما محکم دوست دی او هغه د ستا تګ افغانستان ته په فعلی شرائيطو کښی مخالف د ی اما زه ( دوکتور کرایسکی ) ددی طرفدار یم چی افغانستان ته ولاړ شی او یوه هفته وروسته ویلی براند ( د المان صدراعظم ) ویانا ته راځی نو تاسی به دهغه سره هم معرفی کړم همدارنګه د سویدن صدراعظم پالمی سره هم اوددی اطمنان درکوم چی تاسی سره به د مونږ ، المان او سویدن سفارتونه مسلسل تماس وساتی او دا کار وروسته عملآ هم صورت وموند لنډه دا چی زه په ۱۹۷۹ سپتامبر میاشتی کښی افغانستان ته ولاړم او دوه میاشتی وروسته د ما میرنی سره د کوچنی زوی او کوچنی لور افغانستان ته راغلل ، ظالم امین ( نوموړۍ په رحمان بابا لیسه کښی د مونږ فزیک معلم وو ( هغه وخت وزارت معارف کښی وو ) قدرت درلود او نوموړی غروال کورنۍ څخه کرکه درلوده او دده دفتر امر یو خوستۍ چی نیکیار نومیده او یو وخت د مونږ لیلی معلم وو نو ماته دوستانو وویل چی کمونیستان ډیر بی رحمه دی نو بهتره دی چی د امین څخه رسمی د لیدنی خواهش وکړی نو ما د امین دفتر ته تلیفون وکړ او د امین سره می د لیدنی خواهش وکړ نو هغه خوستی فورآ وویل چی تاسی زه دمکتب څخه پیژنم چی همیش مستقیمی خبری کوۍاو امین صاحب د تاسی راتګ څخه خبر دی او ډیر په قهر دی زه کوشش کوم چی دده قهر ارام کړم او تاسی باید ننګرهار پوهنتون ته ولاړ شۍ هلته د ما دوست ( هغه هم خوستۍ چی دوکتور ګلزار نومیږی) د پوهنتون رئیس دی دهغه سره به زه تلیفونی تماس هم ونیسم او زه هم ننګرهار ته ولاړم پس له دو میاشتو می یو ګروپ د صادقو افغانانو څخه جوړ کړ او دا ګروپ اوس هم هلته د ملت په مینځ کښی فعالیت لری !!! 

امریکاو او انګلیس د افغان غیرتی ملت جهاد څخه ستره سوء استفاده وکړه او پنجابی پاکستان ( چی د شیطان انګلیس چوچه دی ) په مکملی همکاریسره د ژبو او قومیت په اساسی تنظیمونه جوړکړل او همدارنګه د مهاجرینو اولادونو لپاره ئی تش په نامه مدرسی جوړی کړی پدی باره کښی سخت اعتراضونه وشول اما د افغان ملت دوښمن او د سی آي اي جاسوس خلیلزاد د مونږ اعتراضونه په خندا بی اهمیته کول ، اصل کښی د افغان ملت تباهی لپاره  د ملی خائین اودافغان ملت دوښمن خلیلزاد اوس هم مسؤلیت لری او هغه اوس هم ددی وحشیو تنظیمونو او طالبانو سره په تماس کښی دی او  امریکا  ددی وحشی تربیه شوواو دوهم ځل راوستل شوی طالبان مستقیمآ حسنه اړیکی لری او مسلسل ډالر ورلیږی لکه دا کار ئی وحشیوو تنظیمونو او روزل شوودیموکراتانو ته دوامداره کاوه او امریکا غواړی چی د همه شمول شعار لاندی د ا ټول وحشی خائینان سره یو ځای کړی  او دی تنظیمونو او دیموکراتانو غلامانو د امریکا په امر وحشی طالبانو  ته کابل پریښود او د همه شمول پلان عملی کولو ته ملی خائینین کرزۍ او عبدالله عبدالله کښی ساتل شوی دی ! طالبان او تنظیمونه د کمونیستانو په له مینځه تلوونکی دی او دا وحشیان  له مینځه تلوونکی او ددی لپاره جدی فعالیت روان دی  تاسی او نور ساختګی تاریخ لیکوونکی باید امریکا میر لند کښی د دافغان ملت دوښمن خلیلزاد سره تماس ونیسۍ او هغه ما ډیر ښه پیژ نی ! 

ډیر ی خبری موجودی دی اما د ما خاطری به د کتاب په شکل نوشته شی ، ډیره بخشنه غواړم چی په دومره مفصلی نوشتی د تاسی محترم مضاحم شوم !
یاده : په اخیر کښی د مرحوم جنرال عبدالولی او دده میرمنی منا فقت د مرحوم محمد ظاهرشاه سره هم خوابدی رامینځ ته شوه او مرحومو دوکتور پوپل صاحب ، دوکتور حامد صاحب او توریالی اعتمادی همیش یاده راته کوله چی جنرال عبدالولی ستر خبیث انسان دی او همیش احتیاط کوه افسوس چی د مرحوم محمد ظاهرشاه ښۍ لاس کښی یوازی همدا جنرال وو او دده المسۍ ظاهرثابت خصلت نه درلود او د اعتبار وړ نه وو ، لنډه دا چی د دوستانو او دما ټول زحمتونه ددوی دوه مخه رفتار له کبله بی ځایه شول اما بیا هم چانس موجود دی !!!!! 


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/AT.png
ساخته شده در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823