تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

تاریخ

2024-06-14T22:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​پیاوړی او عښتلی ملی مبارز او حقوق پوه استاد ترک صاحب!

د احترام او نیکو هیلو د مراتبو د عرض نه وروسته.

تاسی محترم ته څرګنده ده چی زه نه د مجاملی یا مداهنی او یا د قزل ارسلان د دربار د شاعر به څیر د ذری نه صحرا او د قطری نه ذریا جوړم.

هغه څه چی ما ستاسی محترم او حقدار استاد او واجب الاحترام ملی مبارز په مورد کی لیکلی دی زما د ضمیر او وجدان ږغ دی، نه په کی کومه زیاته شته او نه کمه.

دلیل یی دا دی چی زه کوم مجبوریت نلرم، چی د استاد تره کی صاحب، ستاینه د کوم انفسی دلایلو پر بنسټ وکړم.

دا زما ملی او وجدانی وظیفه ده چی تاسی غوندی د یوه ملی شخصیت نه د وجدان د حکم په اساس حمایت وکړم.

تقریباْ دری کاله د مخه هم ما، د افغان جرمن د سایت یو اماتور حقوق دان، د کوهی په تخلص چی په فرانسه کوم حقوقی دفتر لری او په ډیره بی حیایی او ..... وازی سره یی ستاسی په مقابل ځان د افغان جرمن د ویب سایت وکیل مدافع وګرزاوه، داسی غاش ماتوونکی ځوابونه ورکړل چی لکه شیطان چی د بسم الله د مبارکی وینا نه ډاریږی، داسی وتښتید چی تر نن ورځی بوری غایب او مفقود الاثر دی.

ګرانه استاده ستاسی معلوماتو نه د خپل والد صاحب په هکله چی ما په ډیره ځوانی کی لیدلی وه او همداسی ستاسی دبزرګوار تره، مرحوم قدیر خان تره کی صاحب متعلق مننه کوم، مرحوم قدیر خان تره کی صاحب به معمولاْ د پښتنو ستر مشر محمد ګل بابا لیدو ته راته، دوی په شیر شاه مینه کی دیبو مخامخ اوسیدل او معمولا به په ملکی جامو کی د خبل کور مخی ته ولاړ وه.

ما او زما مشر ورور به همیشه دوی ته د احترام مراتب څرګندول.

قدیر خان تره کی صاحب په هغه مهال چی د اصلاح د ورڅپانی مدیر وه د شوری د اوومی دوری دپاره د محمد ګل بابا د کاندیذولو اعلان نشر ته سپارلی وه، چی د مرحوم سید قاسم خان رشتیا د خولی په حواله، شاه محمود خان صدراعظم ډیر عصبی شوی وه

عجبه دا ده چی شاه محمود خان په علانیه توګه غبار ته خپله رایه ورکړه او ټول  چبی عناصر لکه محمودی، میر علی اصغر، غوربندی او نورو ته شوری ته د غړیتوب اجازه او فرصت ورکړ، ولی ستر بښتون او ملی زعیم چی لوی محمد نادر خان ورته خپل مشر ورور وایه، شوری ته د غړیتوب مخه ونویله.

چی تر نن ورځی پوری د هغی په دلیل بوه نشوم، متآسف یم چی محمد ګل بابا د خپلو خاطراتو کوم کتاب و نه لیکه او موږ هم د هغوی په ژوند کی د هغوی د حضور نه دا بښتنه او څه نوری پښتنی ونکړی.

په هر صورت فکر کوم د موضوع نه تر یو حده ووتم خو دا ټولی تاریخی خبری او حقایق دی او د زمانی د خاورو لاندی باید پټ پاتی نشی.

به ادب او درناوی او خورا مننه

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.png
ساخته شده در 15.06.2024 02:14 توسط  
آخرین اصلاح در 15.06.2024 10:41 توسط 1073741823