تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2022-11-02T23:00:00Z

اسم

AKHTAR YUSUFI

محل سکونت

USA

تبصره

​  په افغانستان کښی پاچاه ګردی ؟

 دا د خلکو د مشرانو تر پولادو لا هم کلکه پخه خبره، مشرانو به تل په ښکاره ویلی وی، چی دا خبره رښتیا ده چی وایی "پاچاهی تخت دی یا توب". پدی خوار ملک کښی هر ورځ پاچا ګردی ده، ښه او بد ډیر پاچاهان د کابل پر تخت کیښنستلی، هغه ورځ به هم راتلونکی وی چی د کویټی ملا هیبت الله لکه د انګریزانو برایډن په شان په ټراټ تر پنجاب به وی ځغستلی، ددی تخت له توره بدبخته دی چی ډیرو پاچاهانو دا تخت ښه ندی ساتلی نو ځکه نغری هم تور نشو، دا خو یواځی بیچاره غنی هم نه ؤ چی تښتیدلی، سردار محمد داود خان او تره کی د کوږ دیوال خښتی وی ایښی، صبغت الله مجددی کوډګر خو "پاچا" نه ؤ، انګریزانو د دوو میاشتو لپاره د کوډو او تعویضو استخارو ته رالیږلی، ربانی او مسعود دواړه د چی سری لښکرو ماتی، د برلین د دیوال چپکیدو ادعا لرله، ویلی چی زموږ  حق تلف دی  نور نور زموږ وار دی، د احمد شاه بابا چوکی غواړی، که چوکی راته نه راکوی، نو فدرالی حکومت خو د خپلی مور د شیدو حق دی، چی په آسانه د تاجکستان او ایران سره یو ځای شو، بده ورځ پردوی طالبانو راوړل، تر تخاره او کولابه په منډه دی تللی، د ملا مدنبی، او جلالدین ځدران موږی پاکستان کلک کړ، نو دا مست بانګی طالبان یی تری جوړ کړی. مګر د ډیرو پاچاهانو لا د پښو خولی هم نوی وی وچی شوی، خوارکیان ددغه ارګه څخه بیرته په منډو دی تښتیدلی. هیر مونشی چی دلته یو څو نامتو پاچاهان هم وه راغلی، ظاهر شاه بابا چی یو هوشیار پاچا ؤ، څلویښت کاله پوره دی پخپله پاچا ؤ. دپردیو زورواکو د رنډیانو بی وزنه كار دی، د بل ملک په نامه "پاچا" دوی پخپله ښه سینګاروی، بیا ګوډاګیان د خپل رسم او رواج سره سم لکه یوه ناوی وړی د پاچاهی پر تخت کیښنوی نو ګو  ډاګی دی هم "پاچا" دی. پرنګیانو شاه شجاع په چلونو او شعرونو باندی دغرنی تخت ته ؤ کیښنولی، شورویان (روسانو) بیرك په ټانک سپور، دهورا هورا په چیغو چهلستون امانی ماڼی ته ؤ راوړی، امریکا چی بیا ترټولو پیسه ؤ، کرزی حامد یی د ظاهر شاه بابا د لاس په مچولو، د شوربازار د حضرت د زوی صبغت الله مجددی په تعویضونو او استخارو وروسته،  کندهایر لنګوټه یی په مزاری خط داره وریشمین چپنه او د میمنی د کمکی وری په توره کرکولی پرسر ور بدله کړیوه، چی بګرام هوایی ډګر ته په طیاری كښی ؤ راوړی، د پجشیر قسیم موټروان او د امریکایی بلک واټر د څو خطرناکه ساتونکو سره یوځای دی سپارلی. په هیواد کښی د پردیو دخونړی بدمرغی جګړی دی، چی عدالت، انصاف او قانون پکښی نسته، یواځی جنایتونه روان دی. پردو د افغانستان د ګاونډیان د مخبرانو پرته یوعالم کرایی نور مزدوران یی زیږولی. د ننګیالیو پدی کم بخته هیواد کښی، نور د ننګ او جنګ باتوران نسته، سرخیل مو دی ورک شوی، د افغانانو د جګوغرونو او سردرو څخه ټول شاهینان تریتم شویدی. دا بیشماره ګیدړان اوغلامان دی، چی اوس د زمریانو پر ټاټوبی باندی ګرځی او راګرځی. غلیم مو په وطن کښی  نن د ملا له لاسه جوړه کربلا ده. د هلمند چپراستی زوی فاروق اعظم د اګریز په لومو بند، اوس د طالب لوی مشاور دی په لوړ آواز  وایی چی اوس نو د سرایی د ملایان وار دی. 

 

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.PNG
ساخته شده در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823