تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2022-11-06T23:00:00Z

اسم

AKHTAR YUSUFI

محل سکونت

USA

تبصره

​د افغانستان د تیرو  (۱۵) پنځلس د سر واکمنانو سرنوشت څنګه تیر شویدی ؟

 موږ افغانان سره لدی چی په نړی کښی یو ډیر وفاردار او بیساری زړور اولس لرو، مګر افغانستان ته پدی (۱۵۰) یونیم سل کالو کښی زړه سوند اوعادل ډیر د سر واکمنان په برخه شوی ندی. راځی چی د ملامتیو بارونه یو د بل پر اوږو باندی بار نکړو، لاپی او د واکمنانو بیځایه طرفداری، اوهمدا ډول د واکمنانو پرضد بیځایه تخریب ونکړو.

زموږ دهیواد سیاستوال په خاص ډول د سر واکمنان د خپل د خلکو د ژوند او هوساینی د پاره صادقانه ډیری هلی ځلی چی د اولس د پاره لازم ؤ سرته ندی رسولی. دا وران او ویجاړ افغانستان چی موږ او تاسی ټول په سترګو ګورو، دا وطن خود بخود  داسی ویران شوی ندی.   افغانستان غښتل رهبران نلرل، د افغانان واکمنانو پر خپل ولس لازمه رحم او مرسته ندی کړی. د ګاوندیانو او بهرنیانو د دښمنی برسیره افغان واکمنانو هم د دغه شاهی ارګ د ډبرین او جګو دیوالونه ترشاه  چی د شاهی ارګ د جوړونکی امیرعبدالرحمان خان څخه راپدی خوا ټول (۱۵) پنځلس د سر واکمنان پاچاهان، امیران او جمهور رئیسان تیر شویدی چی (۹) وژل شوی، (۴) تښتیدلی او (۲) د واک وروسته ژوندی پاته دی.

(۹) نه کسه وا کمنان وژل شویدی، نومان دادی امیر حبیب الله خان، دسقاو زوی حبیب الله، محمد نادرخان، سردار محمد داوود خان، نورمحمد تره کی، حفیظ الله امین، ډاکټر نجیب الله، برهان الدین، او همدا رنګه کافی شواهد شته، چی  ملا محمد عمر مجاهد د پاکستان لخوا وژل شویدی.

(۴) څلورکسه افغان د سر واکمنان هیواد پرایښی او یا تښتیدلی دی، شاه امان الله، محمد ظاهر شاه، ببرک کارمل، او وروستی تښتیدلی جمهور رئیس محمد اشرف غنی دی.  

(۲) دوه د واک د ګوشه کیدی څخه ژوندی پاته شویدی. صبغت الله مجددی او  دده ویاند حامد کرزی دی. د صبغت الله مجددی او حامد کرزی ژوندی پاته کیدل د بهرنی استخباراتو معما ده، بهرنی استخباراتو د خپلو اهدافو دپاره و دغه دواړو ته ضرورت لری. كه چیری مجددی وژل شوی وای، نو په افغانستان کښی بل استخارچی موجود نه ؤ. په همدی ډول خدای ناخواسته که حامد کرزی وژل شوی وای نو د امریکا او طالبان ترمنځ بل داسی لایق مخابره چی د دواړو خواو ترمنځ نه پیدا کیږی.   

دافغانستان په درګرده پاچا ګردی کښی دشمنی او خصومتونه دومره زیات دی،  پاچاهان پسله پاچاهی څخه په خپل هیواد کښی ژوند نشی کولای، بلکه همدا ډول د دوی د کورنی غړو او حتی د تیرو پاچاهانو نژدی دوستان سره هم خصومت دوام مومی، د ژوندی حامد کرزی دطالبانو  په اوسنی امارت په افغانستان کښی د بهرنی استخبارات په لمو کښی بند دی، مګر حقیقت دادی د پاچاهانو اولادونه هم پخپل هیواد کښی په کراره ژوند نسی کولای.   


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.PNG
ساخته شده در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823