تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2022-11-08T23:00:00Z

اسم

محمد داؤد مومند

محل سکونت

متحده ایالات

تبصره

​ګران او زړه ته نږدی دوست اختر یوسفی صاحب!

لمړی د خپل زړه له کومی احترامات او نیکی هیلی ستاسی خدمت ته توړاندی کوم.

ستاسی د شفقت، مینی او اخلاص نه ډک پیغام چی ستاسی د څبیڅلی احساس څرګندونی دی، له یوی خوا زما د افتخار او د بلی خوا زما د اسخفاف موجب وګرزید، او د هغی علت دا دی چی زه خپل څان د دی خطابونو لایق نه بولم، خو هغه زموږ د تاریخ د ستر مفکر خوشحال بابا وینا ده چی فرمایی :

خوشحال خټک، په درونو دروند په څپکو څپک

ستاسی درنی ویناوی ستاسی د دروند والی نمایندګی ګوی

ګران دوست او عزیزه!

د پکتیاوالو د ستر ولس به اصطلاح ما د خدای سره (لو) یعنی تعهد کړی دی چی ترڅو ژونددی یم حق به وایم او د حق پلوی به کوم.

دا لمړی ځل ندی چی زه دملک خان عبدالرحیمزی سره دظلم په مورد کی څه لیکم او څه وایم، او دا په داسی حال کی چی ملک خان زموږ د پلار سره ډیره جفا و کړه او دسیسه یی ورته جوړه کړه چی زموږ په ژوند کی یی خورا منفی اثر درلود. غواړم دا جریان ستاسی سره شریک کړم.

زما مرحوم بلار او مرحوم والی صاحب محمد اسمعیل خان مایار. د ملی شخصیت انجنیر صاحب احسان الله خان محترم بلار. لکه د دوه ورونو په څیر سره نږدی دوستان وه. د محترم اسمعیل خان مایار چی د قطغن نائب الحکومه وه او د ملک خان چی د داوود خان د کابینی داسی مقتدر وزیر وه چی حتی نور وزیران تری ویریدل، روابط سخت خراب شول.

اسمعیل خان او ملک خان په یوه تیلفونی خبرو کی یو بل سخت تهدید کړل. دا چی ولی ددوی روابط د دشمنۍ سرحد ته ورسیدل، پدی نپوهیږم. ممکن زما محترم مشر ورور احسان الله خان مایار صاحب پدی جریان واقف وی،

زما بلار چی په تالقانو  کی حکمران وه ، د سردار داوود خان د فرمان له مخی د لرغونی غور د حکمران په توګه مقرر شو. زما پلار په کابل کی د ملک خان لیدو ته ورغی او د ملک خان سره د هغه د دشمنی په ارتباط د محمد اسمعیل خان مایار په موزذ کی شخړه وکړه.

زما مشر ورور او زموږ نا سکه ماما چی په دهلیز کی د وزیر د دفتر شاته ولاړ وه، موږ ته قیصه وکړه چی د ملک خان او زموږ د پلار  د خبرو مناقشه دومره لوړه شوه چی ګوندی دوی سره لاسونه اچولی وی.

ملک خان زموږ د پلار د داسی برخورد نه سخت ناراضه شو او یوه لویه دسیسه یی زموږ د مرحوم پلار پسی جوړه کړه چی د هغی تفصیل پدی مختصر کی نه ځائیری.

ګرانه یوسفی صاحب! ددی تفصیل نه زما منظور دادی که زه هم خپل نظر د داکتر صاحب کاضم په څیر د (حب او بغض) په اصل عیار کړم. نو خدای مکړه په ملک خان باید لعنت ووایم، ولی ماته زما  ضمیر او وجدان حکم کوی چی د ملک خان په مورد کی خپل شخصی خفګان ته موقع ورنکړم او باید د هغه په حمایت وجدانی موقف ونیسم.

خدای د حقی طرفدار دی. او د حقیقت لمر د غرض په دوه ګوتو نه پټیږی.

د امتنان د څرګنولو سره، مبارک مخ مو له لیری مچوم.

پیاوړی او غښتلی اوسی

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/USA.PNG
ساخته شده در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823