ډیر د تعجب ځای دی چی يو افغان لیکونکی د ښاغلی «دودیال» په نوم، داسی لیکنو ته ادامه ورکوی چی ګواکی دی د افغانستان په باب یوه داسی د څیړنی د مٌدل به توصیه کول غواړی چی ممکنه ده د نورو ټولنو د څیړنو څخه کاپی کړی وی، چی په هغو ټولنو کښی دولت، د هری ژیږیدنی په ثانیه کښی د خپل اتباعو دی ژوندی نفوس په مختلفو تقسیمبندی باند لری او هم د مړو حساب ثبتوی. په افغانستان کښی پرته له نیمګړی احصایی څخه چی د ملل متحد په مرسته شروع شوی وه او د تیر قرن د اویایمی په نیمائی کی ودرول سوه، نور په افغانستان کښی هیڅکله یو ه د سر شمیرنی پروګرام ندی تر سره سوی. د غربی نشراتی منابعو پر اساس کله چی سلطنت ته سقوط ورکول کیږی، منابع لیکی، چی هیچکوک، نه پوهید، چی دا حکومت پر ۸ میلیون٬ ۱۲میلیون او یا پر ۱۸ میلیونو انسانانو باندی حکومت کاوه. اوس هم داسی نه ښکاری، چه د نفوس ثبت، پر مرکزی کمپیوتر باند تکمیل سوی وی. فکر کیدای سی چه داسی مشوری، چی پر اصلی معلوماتو باندی په علمی توګه لاس رسی وجو و نلری، بیهوده وخت ضایع کول وی. په درناوی، یوسفی