تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

اجازه ها را اداره نماییداجازه ها را اداره نمایید

تاریخ

2022-11-27T23:00:00Z

اسم

عمر توخي

محل سکونت

سوېډن

تبصره

محترم جهاني صاحب ستاسو د احاديثو په اړه ليکني د محترم حکيمي صاحب د خبرو په تاييد ستاسو د بهترينو او اړينو تحقيقي مقالاتو څخه دي چي د حالاتو د مثبت لوري ته د بېولو سره کومک کولای سي، او ما واورېدل چي تاسو د دې لړی نوري برخي هم لری چي هیله لرو چي نشر يې کړئ چي ټول هيواد وال ګټه ځني واخلي۰
 دا چي تاسو محترم لالپور وال ته ويلي "بنده در این مورد درون قلبم یک ګیلایه داشتم و ګاه ګاهی فکر میکردم که شاید کسی آن مضامین بنده را ارزش خواندن و مطالعه نمودن، چه رسد به نقد نمودن و یا تاییدنمودن، را نه داده باشد. چه هیچ کسی در باره آن مضامین هیچ سطری نه نګاشتند"۰
ما خپل عکس العمل او تاييدي پيغام په همدې محترم سايټ کي تاسي ته پرېښود، او ما ته شخصاََ د یو نوي او ډېر ضروري فصل د اغاز او شروع په معني و، او دی.
 د خدای له پاره څه چي د لوستلو او په هغه کي د فکر کولو ارزش لري همدا مسايل دي چي جامعه يې د رنګا رنګ مشکلاتو سره مخ کړېده، او ټول د افغانستان او افغانانو دښمنان د همدغه سي احاديثو چي په لوستلو یې څوک شرمیږي، پر بنياد خلګ غولوي او دوی ځني خپله استفاده کوي۰
يو شی چي تر لمر هم روښانه دی، هغه دا دی چي افغانان ډېر ډارن او محافظه کاره خلګ يو، د جاهلانو او جاسوسو خلګو د تکفير او ټاپو څخه بېريږو، د انګرېز او پنجاب د ټاپو او تکفيره څخه بېريږو، نو ځکه ځان تېر راولو او په داسي موضوعاتو وخت ضايع کوو چي د وطن او وطنوالو د راتلونکي او پرمختګ له پاره هيڅ ارزش نه لري.
نـن ما د لسو ملګرو سره پردې موضوع بحث درلودی او ټولو ته دا لړی چي تاسو را شروع کړې د تاييد وړ او په دې لار کي يې ستاسو د نوري برياو غوښتونکي وه۰  

َ


کشور

ساخته شده در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823
آخرین اصلاح در 01.01.2023 16:02 توسط 1073741823