محترم لالپوری صاحب مننه او نیکی می ومنی.
دا قدر وړ معلومات ؤ د افتخار چی کوم تاسو دتاریخ نومیالی مخکښان لکه بایزید صاحب، علی ترمذی صاحب، او نور د عدالت او هوریت د جنډو مخکښان په هکله مونوګراف لیکلی ؤ. فضلی ربی پژواک کله چی د هلمند والی ؤ دده کارنامو سره آشنا یم. زه د تاریخ لیکوال نه یم، کوم نیمګړی سیاسی اقتصاد لږ او ډیر لوست می کړیدی. په پلرنی / مورنی هیواد کښی مو د هیواد دښمنانو اور بل کړی. زموږ د اور د وژلو دنده لرو، که چیری دوی دهیواد پر اوسنی اور باندی نور لرګی او تیل و نه پاشی، هیچوک بیکاره او یا لیونی هم به نوی چی دوی ته د رد دلیل ولیکی. لاندینی ویډیو وګوری.
https://www.tiktok.com/@khan_afghan717/video/7170444600996334854
هغه بیطرفانه برخه څه چی کاظم، لیکی دی د تاریخ کاپی یوه برخه ده، هغه بلی بلی زمانی، سیستانی او ددی ډلی نور غړی د دادفر سپنتا، یونس قانونی، او نور د عقدو څخه ډک خلک دی، کوم نوی موضوعات ندی. دوی د تاریخ په کاپی کولو باندی اخته دی، دوی د تاریخ کوم نوی تحقیقی پاڼی ندی ټول کړی. دا ټول د تاریخ په پاڼو کښی سته، سربیره پر دوی هغه تهمتونه وایی کوم چی حقیقت نلری. زه کاظم او زمانی د نژدی اما کله د دوی لیکنی او هغه ناخوالی چی دوی لیکی د نور لرګی او تیل پاشل دی. ما د کاظم د ملیشو او کوچیانو دلائل رد کړی او نن چاپ شوی، که مو وخت درلود ولولی.