ډیر ګران او محترم لالپوروال صاحب!
تر هر څه د مخه زما د زړه له کومی سلامونه ومنی. که ستاسی د لنډی تبصری څخه د یوی پتی به توګه کار اخستل سوی وی او څه دلایل می لیکلی وی، نو هدف می دا نه وه چی د خبلی پوهی او د بل نا پوهی په باب کومه مقایسوی کتنه وکړم. هدف می شخصاً تاسی نه واست. هدف موضوع وه. پدی کی شک نسته چی د هر انسان پوهه نسبی ده او د وخت په تیریدو سره هم بدلون مومی. نوی معلومات د زړو څای نیسی. همدا رنګه هر انسان د شرایطو سره سم او د هغه انسان د علاقمندی سره سم زده کړی لری. د هر انسان بوهه چی په هر برخه کښی وی، خپل ارزش لری. د معلوماتو حجم ارزش نلری، ځکه د یو مشهور فیلسوف د خبری پر بنسټ٫ هر انسان د کلتوری خلاقیت استعداد لری. د شلمی پیړی یو بل مشهور فیلسوف، وایی چی د معلوم، معلوماتو په اړوند ممکنه ده چی یو بل سره لږ توبیر ولرو، مګر به ډیرو نا معلوم موضوعاتو باند، ټول مساوی یو. یو ځل بیا تاسی ته خپل د زړه له کومی احترامات وړاندی کوم. بریالی او روغ اوسی. په درناوی، یوسفی.