ښاغلی غني زیاتوي، که یو بل ومنو، یوه تګلاره جوړه کړو، وینه درېږي او له هغه پرته به وضعیت همداسې دوام ومومي: «زه غواړم غاړه مې خلاصه کړم او نوي نسل ته مې واضح پیغام دا دی چې ظرفیتونه پیدا کړي او نور د جنجال وسیله ونه ګرځي. ولې جنګسالاران او مفلس سیاستمداران له تاسو څخه ناسمه استفاده
وکړي؟ ولې د نفاق وسیله کېږئ؟ څه باندې مو دعوه ده؟»