منلی او خواخوږی عزیز ، وحید خان له تورخمه څخه
خپل سلامونه او نیک تمنیات په عرض رسوم.
لمړی د خپل مشر ورور او عالیشان دوست، مایار صاحب نه معذرت غواړم، ځکه چی زه د ښاغلی امین جان ارسلا، تذکراتو، په انګریزی استطلاح (فول) کړم.
مایار صاحب د هیواد د پخوانی نسل یو ځلانده ستوری دی، چی د دوی په سویه په ټوله نړۍ کی زموږ په افغانی انګړ کی، د ګوتو په شمیر، وطندوسته وګړی راته پاتی دی.
ګرانه وروره! زما هیله وه چی زه به د خپل مسافرت په ترڅ کی، پنجشیر، سالنګونه، لغمان او ننګرهار ته ځم.
زما هیله وه چی په لالپوره کی به د خپل عالیجاه، جنت مکان، مرحوم پلار، چی اګاهو د هغوی د المناک وفات نه په تقریبی توګه ۶۵ کاله تیریږی، زیارت ته ورځم، خو متأسفانه د ځینو دلایلو او عواملو له امله، دا هیله تر سره نشوه او ځانله د کابل په مرکز کی پاتی شوم.
که چیری دا هیله تر سره شوای وای، حتما، تورخم ته ستاسی د لیدو دپاره درتلم.
خدای مو تل خوشحاله او غښتلی لره.