عرفات او اختر
مسلمانو ورنو او خویندو السلام علیکم و رحمه و یرکاته
اسلامي واحد سیاسی زعامت او امارت اصل دی. واړه سیاسي جوړښتونه په اصل کې نه شته، اما عملاًګورو چې شته!
زما سفارښت او دیني لارښوونه:
اسلامي فقه کې د اقلیم موضوع او اوږد بحث شته، خو دلته یې نهایی کول ګران دي!
نو:
هرمسلمان چې په هر اقلیم کې فعلاً فزیکی حضور لري او دی ، د هماغه امیر او حاکم د فتوی سره سم دې د عرفې او لوی اختر مراسم پر ځای کړي!
غیر مسلم هېوادو کې میشت مسلمانان او افغانان دې د سعودی عربستان در علماوو فتوې ته اساس ورکړي او د هغو د مفتیانو د فتوی سره سم عمل وکړي!
د اسلامی هېوادو حکامو ته لازه نه ده او په کلکه سفارش کوم چې، د خپلو سیاسي خود خواهېو او اغراضو لپاره داسې اقدامات ونکړي چې د مسلمانانو او اسلامي امت د لاتفرقې او تمسخر،او عداوتونو موجب شي او دا مسایل باید د اسلامی نړېوالو مجموعو او نړېوال اسلامی کنفرانس په چوکاټ کې لا پخوا حل کړي وای او حل کړي!
د ګډو فیصلو او فتاوواوو متخلف هېواد ته دې متقابل محدودیتونه وضع او تحمیل شي!
که نړېوال جهانی اسلامي جوړښتونه دا هم نه شي توافق کولای ، د فلسطین مسئله خو لا پريږده، نو بیا دداسې بې کفایتو ساختارونو وجود اصلاً منتفی کېږي.
لوی اختر مو مبارک، طاعات او عبادات مو قبول. آمین
و من الله التوفیق
دوکتور صلاح الدین سعیدی