ګران او درانه وطنوال د آریانا افغانستان آنلاین لوستونکی
ټولو تهه لمړی سلام وړاندی کیږی.
څو ورځی د مخه ښاغلی «مجیب جان» د کابل څخه یوه «پوښتنه» داسی طرحه کړی وه، چی ګواکی « د ریاضی او فزیک» پوهان د «وخت» او د «مکان» په فرق به نه پوهیږی. او ضمناً په خپله داسی نتیجه ځینی اخستی وه، چی زموږ لوستونکی ده ته د «نوبل د جايزی» د پاره، د وړاندیز په فکر کی مشغول وه. د جایزی امید هغه وخت ډیر سو چی تر هر څه د مخه دوه نامتو لیکوالان خپل توضیحات خپاره کړل او د وخت اهمیت، په صفر ضرب کړل. کله چی یو لیکوال، وخت ته پر «کواردینات سیستم باندی» صفری نقطه و ټاکله، موږ دا امید درلودل، چی نن او سبا به د نوبل کمیته٬ ګوندی ژر، خبله فیصله اعلان کړی. نا څاپه یو مهاجر افغان، د «زمری کاسی» په نوم، چی اصلاً په سویس کی اوسیږی اوس، چین ته سفر کړی، داسی معلومات ورکړ، چی د فزیک او ریاضی پوهان د ډیری زمانی څخه را پدی خوا خبر دی. دی په جرمنی ژبه، یو مفسر ته معلومات وړکړی چی د فزیک پوهان پدی باب څومره وسیع معلومات لری. کله چی مو ږ هم دا معلومات ولوست، زموږ ډلګی، ما ته دا وظیفه و سپارله، چی مجیب جان ته باید، د تسلیت پیغام واستوم. اختراعی کارونه ستونزی لری. دی باید روحیه د لاسه ورنکړی. مځکه نور د پخوا په شان ساکنه نده. یو بل د اختراع د پاره دی، یوه بله پروژه طرح کړی. موږ ورته دعا کوو. په درناوی وفا. قندهار