تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

تاریخ

2024-04-18T22:00:00Z

اسم

دوکتور محمد اکبر یوسفی

محل سکونت

آلمان

تبصره

ښاغلی محمد حسن وفا!

سلامونه می ومنی او خپل ډلګی ته هم ورسوی. ستاسی لیک ما ته هغه شیبی را په یاد کړل چی۶۱ کاله د مخه د ژمی په ورستی ورځو کښی د قندهار د احمد شاه بابا په لیسه کښی د معلم په حیث مقرر سوم. زما د لمړی ورځو د تدریس ساعتونه یوه خاطره په ذهن کښی تر اوسه پوری پاته سوی ده. هغه لحظات، را په یادیږی، چی کله چی د ښوونځی (مکتب) په کوم صنف کښی داخلیدم، او شاګردان به ولاړیدل او هغو ته می د کښینستلو خواهش کاوه. د ځینی صنفونو کړکی د چمن خوا ته  خلاصیدل. نو کله چی هوا  به سړه نه وه، نو لمړی به می اکثراً یوه کړکی خلاصوله، په یوه فصل کښی د قندهار ښکلی  ګلان، داسی بوی درلود، چی تر اوسه پوری می ورپسی زړه سوزی. د شبو ګل می خوشیدل. اوس راځو، ستاسی انتظار او بیا «تأثر» ته چی «مجیب جان» او د ده، یارانو ته شاید د «نوبل» د جائزی امید به مو کړی وو، خو په ډیر احترام سره، فقط  دا ټکی تاسی ته هم وایم، لکه څنګه چی می د نورو پوهانو په لیکنو کښی لوستی، د «اختراع» د پاره پلان او پروژه څوک نسی طرح کولای. مګر د څیړنی د پاره پروژی به وجود ولری. لکه څنګه چی ښاغلی «زمری کاسی» ویلی، «البرت آینشتاین»،  په خپل «نسبیت تییوری» کښی، وخت ته

 (time, Zeit ) چی په قوس کښی په جرمنی او انګلیسی ژبو لیکل سوی، څلورم «بعد» یاد کړی. لیکن دا بعد ځانته، خاص مفهوم لری. مکان کښی اجسام په دری بعده ښودل کیږی،  مکان ته (Raum, Room)  هم یادوی چی تر اوسه پوری د «کواردینات» سیستم څخه، چی د مکا ن »نقطه» په (x,y,z)  ښودل کیږی، کار اخستل کیږی او د مثال په توګه د فاصلی، مساحت او یا د حجم د اندازه گیری د پاره، سنجول کیږی. د زمان یا وخت د اندازه ګیری سره یو شی ندی. د «وخت د متحول t» سره، c لیدل  کیږی چی یو ثابت قیمت دی (299792,458 km/s ) چی د نور سرعت په یوه ثانیه کښی ښیی. د وخت «بعد»، په  c.t  ښودل سوی چی «کواردینات»، یا د څلورم بعد متحول، يعنی د «time» یا یا  t هدف دی. او پدی ډول (c.t, x, y,z).«c.t» متحول   څخه کار اخستل سوی.  د «آینشتاین» په تییوری کی دا بعد، په c.t  ښودل سوی  او لکه چی پورته هم لیکل سوی c هغه ثابت قیمت دی. چی ټول فزیک پوهان، پوهیږی... د  وخت  محور یا بعد، یو جهت لری، او واحد یی  (t) ته د فزیکی پدیدی په مفهوم ورته ګوری، البته د مکان او اندازه ګیری څخه فرق لری ... چی ښاغلی زمری کاسی یاده کړی. اوس، پرون (تیره ورځ) او سبا، او هم دا رنګه د هغه وخت څخه چی انسان ساعت د یوه وسیلی په توګه اختراع کړی، نو د همدی محاسباتو پر بنسټ، مختلف فصلونه هم تشخیص کړی. د ابتدایی مکتب په سطح پوهیدو چی یو «کال» په اصطلاح ،عیسوی کال ۳۶۵ ورځی دی. او هر څلور کاله بعد «کبیسه» کال راځی چی ۳۶۶ ورځی د زمان طول یادوی. نور مو وخت نه نیسم، په ټولو ژبو کی دا مفوم، اوس، تیر وخت او سبا یا راتلونکی مفاهیم وجود لری. هر ساده انسان پوهیږی چه پرون ته نسو ګرځیدای او اوس هم سبا نده، دا وخت  تیریزی او فقط ځان پدی پوه کړو  چی ساعت مونږ ته «تیک ، تیک» کوی او زمان تیریږی. بیرته شا ته، نه ګرځی. امید دی چی د «ایمانول کانت» دری سوه کلنی زیږیدنی مراسمو ته مو هم غوږ ایستلی وی چی د هغه فلسفه، څنګه تشریح کیږی. ځینی فیلسوفان دا تصور لری، چی که سړی پوښتنه صحیح طرحه کړی، نو ممکن ده چی ځواب ئۍ هم و موندل سی. (او علمی پوښتنه باید تنفر، د افراده سره په خصومت احساس مل، نه وی) ډیری پوښتنی به وی چی یا فوراً ځواب و نلری او یا بیخی حل و نلری. په پای کی هغه پوښتنه را په یاد سوه چی د «هنس - پیتر دیور» څخه وسوه: « څه شی لمړی وه؟» ځواب يي دا وو:  چی «نه پوهیږو» که «پوهیدلای، نو مو د هغه څخه مُدل جوړاوه، او تغییرات مو پکښی راوړل» په درناوی ديپلوم ریاضی دوکتور فلسفه، محمد اکبر یوسفی.


کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/DE.png
ساخته شده در 19.04.2024 16:26 توسط  
آخرین اصلاح در 19.04.2024 19:18 توسط 1073741823