تاریخ امروز:

نظرات نشر شده

تاریخ

2024-04-19T22:00:00Z

اسم

محمد حسن وفا

محل سکونت

قندهار

تبصره

​ښاغلی الله محمد خان!

سلامونه!

ستاسو د پاملرنی څخه مننه. موږ دهاتی او ساده خلک یو. تاسی په پرمختللی هیوادو کی ژوند کوی. ستاسی په تشریحی خبرو باندی، کیدای سی چی غولیدلی و اوسو. زما زوی، کریم جان په یوولسم صنف کی دی. ما ته وايی «بابا د رحمن بابا شعر د پښتو د ژبی د پاره ښه ده.» د ده معلم هم ستاسی تبصری لوستی وه، او کریم جان او نورو شاګردانو ته ویلی چی تاسی په هره موضوع کښی د مولانا او یا د بیدل شعرونه لیکی، هدف مو څه دی؟ تاسی دومره جنګغره یاست، چی هیڅکله د بل چا انتقاد نه منی. زما د زوی معلم ورته ویلی، چی تاسی د زمان یا  د وخت د کلمه،   په خپل یو بل لیک کښی،  د «مجازی» مفهوم یاد کړی. آیا دا حقیقت لری؟. هو. زموږ ساده توب لویه ګناه او لویه بلا ده. ما چی هر څه فکر وکړ پوه نه سوم، چی آیا ستاسی نوم «الله محمد» به وی او که «محمد الله». په درناوی، وفا.

کشور

http://www.arianafghanistan.com/FotoGallary/CountryIcons/AF.png
ساخته شده در 20.04.2024 00:50 توسط  
آخرین اصلاح در 20.04.2024 03:59 توسط 1073741823